Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/08

د کندهار له بېلابېلو ځایونو د  ښوراندام سیمه کې د سبزیو او مېوو یوه  مارکېټ ته هوږه راټولېږي او بیا تر بسته بندۍ وروسته، کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کېږي.
د کندهاري هوږې سوداګر وایي، په دې بریالي شوي چې تاجیکستان او قزاقستان هېوادونو ته ۷۰ ټنه هوږه صادره کړي.

دوی د هوږې ساتنې او د اړتیا له مخې بازار ته د وړاندې کولو پر چارو ټینګار کوي او وايي، اړتیا ده چې د هوږې ساتنې لپاره معیاري سړې خونې ورته جوړې شي.

د هوږې سوداګر نجیب الله وايي: « له هغه وخته چې سږ کال د هوږې حاصلاتو راټولول پيل شوي، دا شپږم موټر دی چې زه یې له هوږې باروم. ما ۴۶ ټنه هوږه یوه اوونۍ وړاندې هم انتقال کړې وه. تاجیکستان او قزاقستان ته زما صادره کړې هوږه ټولټال ۷۰ ټنه کېږي.»

د هوږې سوداګر  محمد صادق وايي: « په ټوله کې د افغانستان هوږه او بیا د لوی کندهار هوږه ښه کیفیت، رنګ او خوند لري. که چېرې بهرنیو هېوادونو ته زموږ د هوږې صادرولو لپاره شرایط برابر شي، دا به لویه ګټه وکړي.»

د هوږې سوداګر نثار احمد وايي: « زه له حکومت غوښتنه کوم چې موږ ته د وېزو اخستلو اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د خپلو محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړو.»

د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین  که څه هم د هوږې کیفیت په کور دننه او بهر د هرکلي وړ بللی، خو زیاتوي چې له پاکستان سره د لارو تړل کېدو او د نورو هېوادونو اوږدو لارو يې پر صادراتو اغېز کړی.
د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خوني مرستیال انجینر عبدالباقي بینا وايي: « د کندهار هوږه په طبیعي ډول کرل کېږي او ډېر ښه کیفیت لري. موږ په تېر کې چې لارې خلاصې وې، د هوږې ښه صادرات لرل، خو اوس چې د پاکستان لارې بندې دي، زموږ هوږه اوزبېکستان ته ځي او بیا له هغه ځایه نورو هېوادونو ته صادرېږي؛ ځکه یې لګښتونه لوړ شوي، نو له همدې امله سږ کال زموږ صادرات کم دي.»

په همدې حال کې د کندهار کرنې ریاست مسوولین وایي، سږکال کندهار کې پر ۹۶۰ هکټاره ځمکو هوږه کرل شوې چې د اټکل له مخې به ترې ۶ زره ۵۸۰ ټنه حاصلات ترلاسه شي.
مسوولین ډاډ ورکوي چې د هوږې په شمول يې کورنیو سبزیجاتو ته په بهر کې د بازار موندنې هڅې پيل کړې دي.

د کندهار کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « کندهار کې په ۹۴۰ هکټاره ځمکو هوږه کرل شوې چې د اټکل له مخې به ترې ۶ زره ۵۸۰ ټنه هوږه ترلاسه شي. د ځمکو دا شمېرې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي. ښه خبره دا ده چې موږ په دې برخه کې نباتي ناروغۍ او آفتونه نه لرو، حاصلات په ښه حالت کې دي او تمه لرو چې ګڼو نورو هېوادونو ته یې هم صادره کړو.»

یاده دې وي چې کندهار کې د هوږې کروندګر ډاډ ورکوي چې که د هوږې د ساتنې او صادراتو لپاره اسانتیاوې ډېرې شي، د کندهار کرنیز محصولات به نړیوالو بازارونو کې د ځان لپاره لا ښه ځای ومومي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي
افغانستان

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی
افغانستان

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي
افغانستان

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

اسلامي امارت د پاکستان او تاجیکستان اندېښنې بېځایه وبللې

جون 8, 2026
هرات کې د نسلي غواګانو روزنې له امله د شیدو تولید ډېر شوی
افغانستان

هرات کې د نسلي غواګانو روزنې له امله د شیدو تولید ډېر شوی

جون 7, 2026

وروستي خبرونه

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist