Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې د ګرېشک – موسی کلا ترمنځ سړک جوړولو چارې پيل شوې

هلمند کې د ګرېشک – موسی کلا ترمنځ سړک جوړولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/24

د هلمند د ګرېشک او موسی کلا والسوالیو ترمنځ د ۴۶.۵ کیلومټره عمومي سړک جوړولو چارې د ټولګټو چارو وزارت په یو میلیارد او ۳۲ میلیونه افغانیو لګښت پيل شوې.

مسوولین وایي، دا سړک د هلمند ناومېش، بغنی، باغران، نوزاد، موسی کلا او ګرېشک ولسوالیو ترڅنګ، هلمند له غور، هرات او کندهار ولایتونه هم سره نښلوي.

چارواکي ډاډ ورکوي چې د دې پروژې په څېر یو شمېر نورې عام المنفعه پروژې هم په پام کې شته.

هلمند والي امان الدین منصور وايي: « اسلامي امارت وتوانېده چې له خپلو داخلي عوایدو د حکومت چارې په څلورو کالو کې جاري وساتي.»

په ورته وخت کې د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، په دې پروژه کې د سړک جوړونې نړیوال سټنډرډونه په نظر کې نیول شوي چې چارې به یې د دوو کلونو په اوږد کې بشپړې شي .

د هلمند ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختمان آمر انجینر ګل احمد ویاړ وايي: « دا سړک ۴۶.۵ کیلومټره اوږدوالی لري او په دوو لاټونو کې تطبیق کېږي. لومړی لاټ یې ۲۰ کیلومټره او دویم لاټ یې ۲۶.۵ کیلومټره دی. د دې سړک لومړی لاټ د ۴۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او دویم لاټ به یې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي. دا پروژه به په ۲ کالو او ۲ میاشتو کې ټوله تطبیق شي.»

بله خوا، د دې ولایت د موسی کلا ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو یاده پروژه د شمالي ولسوالیو لپاره ارزښتمنه بولي، خو یادو ولسوالیو ته د لازیاتې پاملرنې غوښتنه هم کوي.

د موسی کلا اوسېدونکی محمد ظاهر وايي: « د موسی کلا او پنځو شمالي ولسوالیو ستونزې به ټولې هوارې شي. همدارنګه غور ولایت او روزګان ولایتونو به هم د خلکو تګ راتګ اسانه شي.»

د موسی کلا اوسېدونکی سید محمد وايي: « دا پروژه د هلمند ولس لپاره د حکومت لوی خدمت دی. موږ د دې ډول نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه هم کوو.»

د دې سړک جوړېدل به نه یوازې د هلمند شمالي ولسوالیو اوسېدونکو ته تګ راتګ اسانه کړي بلکې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو اقتصادي وده کې به هم اغېزناک رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لښکرګاه کې د پنبې یوه فابریکه کې اورلګېدنې دروند مالي زیان اړولی
افغانستان

لښکرګاه کې د پنبې یوه فابریکه کې اورلګېدنې دروند مالي زیان اړولی

جون 10, 2026
د ټاپي پروژې هرات فاز ساختماني چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

د ټاپي پروژې هرات فاز ساختماني چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي

جون 10, 2026
مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا ته د غنمو پر لېږد بندیز له بشري حقونو سرغړونه ده
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا ته د غنمو پر لېږد بندیز له بشري حقونو سرغړونه ده

جون 10, 2026
د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان له خوا د افغان ملکي وګړو مرګ ژوبله تایید کړه
افغانستان

د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان له خوا د افغان ملکي وګړو مرګ ژوبله تایید کړه

جون 10, 2026
چین او روسیې له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کړی
افغانستان

چین او روسیې له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کړی

جون 10, 2026
جورجیت ګانیون: افغانستان کې اوسنی بشري حالت د نړۍ یو له سترو ناورینونو دی
افغانستان

جورجیت ګانیون: افغانستان کې اوسنی بشري حالت د نړۍ یو له سترو ناورینونو دی

جون 10, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist