د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دوشنبې په شپه د افغانستان په اړه ناسته وکړه چې ګډونوالو يې پر ملکي افغانانو د پاکستان له لوري شوي بريدونه وغندل.
د دې سازمان سرمنشي په تېرې جنوري او مارچ کې د پاکستان بريدونو له امله عامو افغانانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې په ډاګه کړې. انټونیو ګوټرېش وویل، په دې موده کې له خپلو مېنو د زرګونه کسانو پر بېځايه کېدو سربېره، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۳۷۲ ملکي افغانانو ژوند بایللی او ۳۹۲ نور ژوبل شوي دي.
نوموړي له کابل او اسلام اباد وغوښتل چې ستونزې او اختلافات د ډېپلوماسۍ او خبرو له لارې حل کړي.
د ملګرو ملتونو سر منشي ویلي: « د دې جګړې له امله د خلکو بې ځایه کېدل او اقتصادي زیانونه رامنځته شوي او دغه راز يې د بشري مرستو د رسولو پر بهیر هم منفې اغېز کړی. له افغانستان او پاکستان غواړم چې خپل اختلافونه او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او دغه راز تاوتریخوالی راکم کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته عادي حالت ته را وګرځوي. پر جګړې سربېره، د ۲۰۲۵ کال له اکټوبر راهیسې د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د پاکستان له لارې د افغانستان سوداګري تر۹۰ سلنې ډېره راکمه شوې او افغانستان تر ډېره د ایران او منځنۍ اسیا له لارو سوداګرۍ ته مخه کړې.»
بل پلو، په ملګرو ملتونو کې د هند استازي پر افغانستان د پاکستان هوایي بريدونه غندلي او په اړه يې د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې.
پرواتنني هرېش ویلي: « پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ډېری مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې او قربانیان یې عام افغانان دي. موږ د سرمنشي د هغې غوښتنې ملاتړ کوو چې د ملکیانو خوندیتوب لپاره دې د نړیوالو قوانینو او بشري قوانینو څخه سرغړونه نه کېږي او موږ د یوناما د هغې غوښتنې ملاتړ هم کوو چې د محاسبې لپاره دې څېړنې وشي، ترڅو بیا ورته عمل تکرار نه شي او د قربانیانو د حقونو دفاع وشي.»
همدارنګه، د یونان استازې امنیت شورا ته خبرو کې ویلي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونو له امله تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي او سلګونه عام افغانان مړه او ژوبل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکې ادارې(اوچا) هم د کابل او اسلاماباد پر جګړې اندېښنه څرګنده کړې او د چین منځګړیتوب يې د روان کړکېچ د حل لپاره ښه لار ياده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې استازې ایډوم ورسن ویلي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې تر ۱۰۰ زره زیات کسان په ختیځو، سوېلي او سوېل ختیځو سیمو کې بې ځایه کړي او سلګونه ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.»
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې ناسته کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده کړکېچ په تړاو اندېښنې داسې مهال مطرح شوې چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مرستیال ویاند تایيد کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نامخامخ مذاکرات دوام لري او حکومت د مذاکراتو دروازې نه دي بندې کړې.
حمدالله فطرت وویل، که پاکستان له خپلو غیرعملي او بېځایه غوښتنو تېر شي، مذاکرات ښايي مثبته پایله ولري.