Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لښکرګاه کې د پنبې یوه فابریکه کې اورلګېدنې دروند مالي زیان اړولی

لښکرګاه کې د پنبې یوه فابریکه کې اورلګېدنې دروند مالي زیان اړولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/10

وړمه ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د پنبې په یوې فابریکې کې  اورلګېدنې، میلیونونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی.

د هلمند امنیه قوماندانۍ مسوولین وایې،  اورلګېدنه دوشنبه غرمه مهال د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې وه چې  په دې پېښه کې شاوخوا ۴۳ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی.

د هلمند امنیه قوماندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر وايي: « غرمه مهال زموږ د یوه هېوادوال په فابریکه کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې د هلمند امنیه قوماندانۍ د اور وژنې ټیم په وخت اقدام سره اور مهار شو. په دې اورلګېدنه کې د شاوخوا ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت مالي زیان رسېدلی، خو د مسوولینو د چټک غبرګون په پایله کې د سلګونه میلیونه نور زیان مخنیوی شوی.»

په دې اورلګېدنه کې تر ډېره هغه پنبه سوځېدلې ده چې چین ته د صادرېدو لپاره چمتو شوې وه.
د یادې فابریکې د مسوولینو په خبره،  ټول شته یې د اور خوراک شوي او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

زیانمن شوی محمدابراهیم شېرزاد وايي: « شاوخوا ۴۳ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی. دلته زموږ ډېر مال راټول و؛ ځکه د پاکستان لارې بندې دي او موږ غوښتل چین ته یې صادره کړو، خو دا پېښه وشوه.»

زیانمن شوی سیدالرحمن وايي: « کره معلومات نه شته، خو دومره ویلی شم چې تر ۴۰ میلیونه افغانیو مالونه دلته پراته وو. له دولت غوښتنه کوو چې زموږ لاسنیوی وکړي، ترڅو خپل کار بېرته پيل کړو.»

بله خوا، د هلمند یوشمېر نور پانګوال هم له حکومته غواړي چې د یادو زیانمنو پانګوالو سره مرسته وکړي.

دوی همدا راز غوښتنه کوي چې د بولان صنعتي ښارګوټي کې دې د اطفایې مرکز فعال شي، ترڅو د پېښو په وخت کې د ډېر زیان مخنیوی وشي.

د هلمند پانګوال نقیب الله وايي: « لکه څرنګه چې نورو ولایتونو کې د پېښو قرباني شویو کسانو سره مرستې وشوې، موږ غواړو چې د هلمندوالو سره هم مرسته وشي.»

پانګوال عبدالودود وايي: « له دولت او ملي سوداګرو غوښتنه کوو چې په ګډه د دې خلکو مرسته وکړي، ترڅو یې کاروبار بېرته برابر شي.»

که څه هم د بولان په صنعتي ښارګوټي کې لګېدلی اور ژر مهار شوی، خو خلک په ورته سیمو کې له وړاندې د حکومت له خوا د وسایلو  د ځای په ځای کولو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist