Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین او روسیې له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کړی

چین او روسیې له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/10

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستۍ درې میاشتنۍ ناسته کې چې د جون په اتمه ترسره شوه، په کابل کې د دې سازمان سیاسي استازولۍ(یوناما) سرپرستې په افغانستان کې ثبات د ډاډ وړ وباله.

د جورجیت ګانیون په خبره، د اسلامي امارت پر وړاندې وسله‌وال مخالفتونه او سیاسي ننګونې پای ته رسېدلي.

د یوناما سرپرستې دغه راز ویلي: « په ښکاره توګه افغانستان د اوسنيو چارواکو تر واکمنۍ لاندې با ثباته دی. د هېواد پر قلمرو او اداري جوړښتونو یې کنټرول پیاوړی شوی او د واکمنۍ پر وړاندې یې کوم وسله‌وال تحرک یا سیاسي ننګونه وجود نه لري او چارواکي هم د امنیت او ثبات پرمختګ ستره لاسته راوړنه بولي.»

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په دې ناسته کې د ځينو هېوادونو استازو د اسلامي امارت پر وړاندې د تعامل دریځ په یو شمېر شرایطو پورې تړلی وباله، خو د روسیې او چین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازو بیا د روانو اقتصادي او بشري بحرانونو د حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل اړین یاد کړ.

غونډې ته د چین استازي ویلي، د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تبادل او همکارۍ اړیکې غښتلې شوې دي او په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو سره د تعامل کچه پیاوړې شوې ده. 

 په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونګ ویلي: « افغانستان په ټولیزه ډول اوس مهال باثباته دی، خو ننګونې چې وضعیت یې سخت او پېچلی کړی، د بشري مرستو پرمختګونه او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده. دا ډېره مهمه ده چې د عملي او ریښتیني تعامل روان بهیر دوام وکړي.»

د چین ترڅنګ د روسیې استازې هم د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو پر رغولو ټینګار کړی او دغه چاره یې د افغانستان مخ پر ودې امنيتي او اقتصادي وضعیت لپاره مهم اقدام یاد کړی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي مرستيالې انا اوستیګنیوا ویلي: « لا هم اړینه ده چې  د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل یوه باوري فضا رامنځته شي، عملي او ریښتینې اړیکې ورغول شي او په حقیقت کې هغلته د ملګرو ملتونو حضور یو مهمه برخه ده.»

د یادونې وړه ده چې د ملګرو ملتونو په دې ناسته کې تر ډېره د هېوادونو تمرکز د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت څرخېده چې ګڼو هېوادونو د افغانستان بشري وضعیت د خرابولي عمده لاملونه د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې، له ګاونډویو هېوادونو څخه د میلیونونه کډوال اخراج او طبيعي پېښې بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist