Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا ته د غنمو پر لېږد بندیز له بشري حقونو سرغړونه ده

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا ته د غنمو پر لېږد بندیز له بشري حقونو سرغړونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/10

په پاکستان کې د يوه غير عادلانه اقدام له مخې د پنجاب ايالتي حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته به خيبر پښتونخوا ته د غنمو لېږلو ته اجازه نه ورکوي.

دې پرېکړې په خيبرپښتونخوا کې سم‌لاسي د اوړو بيې لوړې کړې او ځايي اوسېدونکي يې چې افغانستان سره د ټرانزيټي لارو بندښت له امله وار دمخه اقتصادي ستونزو سره مخ دي، اوس له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

د پنجاب دا پرېکړه د ځینو پاکستاني ګوندونو له غبرګون سره هم مخ شوې. د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر دا پرېکړه د پاکستان له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي او وايي، د خيبرپښتونخوا له اوسېدونکو سره توپيري چلن کېږي.

مولانا فضل الرحمن زیاته کړې: « له پنجاب څخه خيبرپښتونخوا ته د غنمو د لېږد بندیز غیرقانوني دی. د پنجاب حکومت له لوري خیبرپښتونخوا ته د غنمو د لېږد بندیز د پاکستان له اساسي قانون او د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده.»

مولانا فضل الرحمن وېره څرګنده کړې چې دا ډول پرېکړې او محدوديتونه به پر خيبرپښتونخوا سربېره، ټول پاکستان کې ستونزې لا ډېرې کړي او له همدې امله يې د ژر بېرته لغو کېدو غوښتنه کړې.

فضل الرحمن په دې اړه ویلي: « د خوراکي توکو پر لېږد داسې محدودیتونه نه یوازې قانوني او اداري ستونزې جوړوي بلکې د خلکو حقونه هم تر پښو لاندې کوي او باید ژر تر ژره حل شي.»

شنونکي تېر ته په کتو باوري دي چې پاکستان له پښتنو سره توپيري چلن کوي او غواړي د پنجاب حکومت د دې تازه پرېکړې پر بنسټ، د خپلو غوښتنو او اهدافو د تعقيب لپاره په خيبرپښتونخوا کې کړکېچ لا زيات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی د شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم دا اقدام د دې خبرې څرګند ثبوت دی چې د پاکستان حکومت یا د پنجاب ایالتي حکومت غواړي په دې سیمه کې کړکېچ ته لاره هواره کړي. دوی غواړي دلته هم اقتصادي ستونزې جوړې کړی او هم جګړې. دوی دا کار د دې لپاره کوي چې د پښتونخوا پر خلکو فشارونه زیاته کړي.»

له دې وړاندې د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی هم د پنجاب حکومت دغه پرېکړه غندلې وه او ویلي یې وو چې له ورته توپيري چلن دې ډډه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist