Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: پاکستان د استانبول خبرو کې افغانستان ته د ټي‌ټي‌پي د انتقال غوښتنه کوله

متقي: پاکستان د استانبول خبرو کې افغانستان ته د ټي‌ټي‌پي د انتقال غوښتنه کوله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/11

د بهرنیو چارو وزیر وايي، د پاکستان پوځي رژیم په استانبول خبرو اترو کې له افغانستان څخه د دې تضمین غوښت چې نور به په دې هېواد کې امنیتي پېښې نه کېږي.‌

امیرخان متقي زیاته کړې، هغوی یو ځل له افغان پلاوي دا غوښتنه هم کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) ګروپونه دې افغانستان ته واړول شي او دا هغه غوښتنه وه چې د استانبول په مذاکراتو کې د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ وګرځېد.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې اړه زیاته کړې: « د دوی غوښتنه دا وه چې موږ ته دا تضمین راکړئ چې په پاکستان کې به بیا امنیتي پېښه نه کېږي. آیا موږ د پاکستان د امنیت ضمه وار یو او آیا موږ هلته سوله ساتي ځواکونه لرو؟ آیا موږ د پاکستان د پولیسو او پوځیانو واګي په لاس کې لرو چې په وسیله یې امنیت ټینګ کړو؟ آیا پاکستان د یوې ولسوالۍ او ولایت په اندازه خاوره ده که لوی هېواد دی؟ د یوه هېواد له خوا د خپل امنیت ټينګولو په اړه له بل هېواد غوښتنه غیر معقوله غوښتنه ده.»

د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په یاد وزارت کې د ډېپلوماسۍ انسټیټيوټ د پنځمې تخصصي ښوونیزې دورې د فراغت غونډې ته وینا کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان پوځي رژیم له یوې خوا تور پورې کوي چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې ده او له دې ځایه پرې بریدونه کوي، خو له بلې خوا دا غوښتنه او وړاندیز هم کوي چې د دې ډلې ګروپونه او قطعات دې د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو نه افغانستان ته واړول شي.

متقي زياتوي، که د پاکستان پوځي رژیم پر ډیورنډ کرښه د ټي‌ټي‌پي‌ وسله‌والو د تګ راتګ ادعا لري، نو ولې یې له خپلې خوا افغانستان ته د اوښتلو مخه نه نیسي؟

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي: « حتا یو ځل دا غوښتنه هم وشوه چې د ټي‌ټي‌پي ګروپونه د افغانستان ته واړول شي. افغانستان لېونی دی چې ستا غم خپل کور ته راوړي؟ له یوې خوا دا تور پورې کوې چې افغانستان کې ټي‌ټي‌پي فعالیت لري او له هغه ځایه پر موږ حملې کوي، بیا بېرته وړاندیز کوې چې د ټي‌ټي‌پي پاکستان مېشت ګروپونه او قطعات دې افغانستان ته واړول شي. ته خو په لوی لاس جنجال جوړوې.»

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاتوي، د پاکستان پوځي رژیم د استانبول په خبرو کې د دوی غوښتنې او اندېښنې له پامه غورځولې.

هغه په دې لړ کې له پاکستانه د ده په خبرو افغانستان ته د داعش ‌وسله‌والو او بې‌پیلوټه الوتکو د ورتېرېدو یادونه وکړه چې په خبره يې د افغانستان حریم نقضوي. متقي د خبرو له دوامه د انکار پړه هم پر پاکستاني رژیم واچوله.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې اړه وايي: « په مذاکراتو کې زموږ ملګرو او  زموږ ټیم تر آخره پورې هېڅکله داسې نه دي ویلي چې زه ځم او نورې خبرې نه کوم. مذاکرات د دوی له خوا ترک شوي، وړاندیزونه د دوی له خوا رد شوي او بالاخره زموږ ټیم هم هېواد ته راستون شوی.»

متقي افغانستان له اوږدو جګړو او ناخوالو راوتلی يادوي او په خبره يې، حکومت له همدې امله یې متوازن سیاست غوره کړی، ترڅو له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره ښې اړیکي ولري؛ خو زياتوي چې تېر کلونه مختلفو وختونو کې د پاکستان پوځي رژیم له خوا د افغانستان حریم نقض شوی.

د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان پوځي رژیم تل هڅه کړې چې د خپلو نابریالیو سیاستونو او تګلارو پړه پر نورو ور واچوي. هغوی د پاکستان پوځي رژیم اوسني سیاسي تګلارې د ټولې سیمې په زیان بولي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « زما له انده د پاکستان غوښتنې سمې نه دي بلکې پاکستان غواړي په سیمه کې تاوتریخوالی رامنځته کړي. له همدې امله د سیمې هېوادونو هند، چین، روسیې او ایران ته دا اندېښنه راپیدا شوې چې پاکستان د امریکا په ملاتړ لوبه کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پاکستان دا غوښتنه چې ټي‌ټي‌پي باید افغانستان ته واړول شي او د پاکستان امنیت باید افغانستان تضمین کړي، زه فکر کوم غیر معقولې غوښتنې دي. پاکستان باید خپل ګرېوان ته سر ښکته کړي او وشرمېږي.»

د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د شنبې په ورځ د پاکستان پوځي رژیم د نامعقولو غوښتنو او ادعاو پر بنسټ، په استانبول کې د افغانستان او د ياد رژیم ترمنځ خبرې په ټپه ودرېدې.

له دې وروسته د ترکیې لوړپوړو چارواکو يو وار بيا هڅې پيل کړې چې د خبرو مېز ته د پاکستان پوځي رژیم را وګرځوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې به سږ کال له ۳۵۰ هکټاره باغونو ۶ زره ټنه شفتالو راټول شي
افغانستان

هلمند کې به سږ کال له ۳۵۰ هکټاره باغونو ۶ زره ټنه شفتالو راټول شي

جون 1, 2026
نورستان کې ډزې کوونکي سیلانیان نیول شوي
افغانستان

نورستان کې ډزې کوونکي سیلانیان نیول شوي

جون 1, 2026
شنونکي: روسیې سره د نظامي – تخنیکي همکاریو هوکړه د افغانستان په ګټه ده
افغانستان

شنونکي: روسیې سره د نظامي – تخنیکي همکاریو هوکړه د افغانستان په ګټه ده

جون 1, 2026
فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو
افغانستان

اسلامي امارت تاییدوي چې پاکستان سره غیر مستقیمې خبرې روانې دي

جون 1, 2026
اسحاق ډار: باید ډاډ ترلاسه شي چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې نه کارول کېږي
افغانستان

اسحاق ډار یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې کارېدنې په تړاو اندېښنه ښودلې

مې 31, 2026
مجاهد: پاکستان به نږدې راتلونکي کې نور پر افغانستان د برید جرات ونه کړي
افغانستان

مجاهد: پاکستان به نږدې راتلونکي کې نور پر افغانستان د برید جرات ونه کړي

مې 31, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې به سږ کال له ۳۵۰ هکټاره باغونو ۶ زره ټنه شفتالو راټول شي

هلمند کې به سږ کال له ۳۵۰ هکټاره باغونو ۶ زره ټنه شفتالو راټول شي

جون 1, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
نورستان کې ډزې کوونکي سیلانیان نیول شوي

نورستان کې ډزې کوونکي سیلانیان نیول شوي

جون 1, 2026
شنونکي: روسیې سره د نظامي – تخنیکي همکاریو هوکړه د افغانستان په ګټه ده

شنونکي: روسیې سره د نظامي – تخنیکي همکاریو هوکړه د افغانستان په ګټه ده

جون 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist