Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: پاکستان به نږدې راتلونکي کې نور پر افغانستان د برید جرات ونه کړي

مجاهد: پاکستان به نږدې راتلونکي کې نور پر افغانستان د برید جرات ونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/31

د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له مسکو څخه کابل ته له نوو ژمنو سره راستون شو او ښايي له همدې امله وي، چې پر افغانستان د پاکستان هوايي بريدونو مخنيوی حتمي بولي.

نوموړی د کابل او مسکو ترمنځ د امنيتي همکاريو له تړونه پاکستان پر افغانستان راتلونکو بريدونو مخنيوي په اړه ويرېدلی بولي او په خبره يې له همدې امله يې بهرنيو چارو وزير له امريکايي چارواکو سره د افغانستان په اړه اندېښنې شريکې کړې.

مجاهد څرګنده کړې:«پاکستان چې دا شکایت کړی دی کېدی شي هغه له دې وېره لري، لکه تاسې چې ولېدل، څو میاشتې مخکې دوی ښه په جرات کولای شوی چې د افغانستان پر هره برخه باندې بمبارد  وکړي. موږ په دې هڅه کې یو چې په نږدې راتلونکې کې نور دوی( پاکستان) دا جرات ونه کړی شي.»

د مسکو او کابل ترمنځ د امنيتي همکاريو تړون روسيې ته د ملا محمد يقوب مجاهد د سفر په لړ کې لاسليک شو او له مخې به يې، په افغانستان کې موجوده روسي الوتکې او نور پوځي تجهيزات بيا ترميم شي.

د ملي دفاع وزير دغه تړون په پوځي برخه کې لاسته راوړنه او له هر ډول تشويش خالي بولي.

هغه په دې اړه وايي:« دا یو نظامي او تخنیکي توافقنامه ده چې د دې برخې پوهان پرې پوهېږي، دا نه یو دفاعي تړون دی او نه یو امنیتي تړون دی چې څوک ترې تشوېش وکړي. دا به یوازې او یوازې د افغانستان د ګټو لپاره وي. تاسو وینئ چې په افغانستان کې ډېر روسي تخنیک په نظامي برخه کې شتون لري، هلېکوپټر او نورې الوتکې ، تجهیزات او وسلې په بېلابېلو برخو کې، نو هغه ترمیم ته اړتیا لري، پرمختګ ته اړتیا لري، څار او نظارت ته اړتیا لري.»

ملا يعقوب له روسيې سره د شوي تړون په نتيجه کې رامنځته کېدونکي پرمختګونو د سيمه‌ييز امنيت ټينګښت په ګټه يادوي او زياتوي، چې په افغانستان کې د پاتې امريکايي تجهيزاتو د بيا ترميم لپاره هم له هر هغه هېواد سره ورته تړون ته چمتوو دي، چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته لېوالتيا لري.

هغه زیاته کړې:« ځینې هېوادونه بې ځایه تشوېش کوي. زموږ پالیسي دا ده چې افغانستان د نړۍ د هېڅ هېواد لپاره خطر نه دی، بلکې زموږ دا پرمختګونه په نظامي برخه چې کې راځي، هغه به د دې لپاره ګټور تمام شي چې په سمیه کې له امنیت سره همکاري وکړي، پاتې شو داسې تړونونه چې دي، موږ دلته امریکايي ساخت طیارې هم لرو، برازیلي هم لرو، د ډېرو هېوادونو لرو. نو کېدی شي موږ اړتیا پیدا کړو چې هغوی لېوالتیا ولري، له هغوی سره هم داسې تړونونه ولرو، موږ په دې کې کومه ستونزه نه لرو. »  

د ملي دفاع وزیر چې له لوی اختر یوه ورځ وړاندې د روسیې په بلنه د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه ياد هېواد ته تللی، د شنبې په ورځ بېرته راستون شو.

دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ پر امنیتي وضیعت د بحث لپاره د افغانستان په شمول د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو سازمانونو استازو ګډون درلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist