Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: باید ډاډ ترلاسه شي چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې نه کارول کېږي

اسحاق ډار یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې کارېدنې په تړاو اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/31

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار امریکا ته په رسمي سفر تللی او هلته یې له خپل سیال مارکو روبیو سره لیدلي.

په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي د نورو دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر موضوع هم بحث کړی.

اعلامیه کاږي چې اسحاق ډار د وسله ‌والو ډلو له لوري د دې هېواد پر ضد د افغان خاورې د کارېدنې په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې او له مقابل لوري یې له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې په موخه د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې.

د اعلامیې یوه برخه:« د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د وسله‌‌والو ډ‌لو له لوري د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارېدنې په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې او امنیتي ګواښونو سره د مبارزې په موخه یې د ترهګرۍ ضد همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.»

پاکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو پر افغان لوري دغه تور پورې کړی، خو د خپلو ادعاوو اثبات لپاره یې نړۍ او اوسني حکومت سره شواهد نه دي شریک کړي.

دغه هېواد ادعا لري چې ګواکې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) چې له کلونو راهیسې د پاکستاني  حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي؛ د ډیورنډ فرضي کرښې دا غاړه پټنځایونه لري او پورې غاړه ته پوځي اهداف په نښه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« اصلي خبره دا ده چې هلته د ټي‌ټي‌پي ترمنځ په لسګونه نور توروریستي ګروپونه شتون لري او هغه د پاکستان په هره سیاسي فضا کې روزل شوې او رامنځته شوې دي، انکشاف یې کړی او په تېرو ۵۰ کلونو کې یې د افغانستان د ورانولو لپاره او په سیمه کې د خپل اقتدار د تامین لپاره دوی روزلي وو، پيدا کړې یې وو او اوس پاکستان ته خپله بلا ګرځېدلي.»

اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې دغه تورونه هر ځل رد کړي او هلته روانه ناامني یې د پاکستان کورنۍ مساله او د خپل امنیت په ټینګښت کې پاتې راتلل بللي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان پخپله له څو لسیزو راهیسې په سیمه کې د نورو هېوادونو او استخباراتي ادارو پروژې پلي کوي او د هغوی ترسیم شوې اجنډاوې مخته وړي.

دا داسې مهال ده چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف او د پخواني بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په شمول د دې هېواد ګڼو پخوانیو او اوسنیو چارواکو په رسمي بیاناتو کې په افغانستان کې خپلې لاسوهنې تایید کړي.

په دې اړه اعترافاتو کې راغلي چې پاکستان د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو په لارښوونه د افغانستان په کورنیو مسایلو کې دخالت کړی او د هغوی په خوښه یې اجنډاوې پلي کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist