Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو

اسلامي امارت تاییدوي چې پاکستان سره غیر مستقیمې خبرې روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/01

د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخامخ مذاکراتو کې له ځنډ وروسته، اسلامي امارت تایيد کړه چې د کابل او اسلام‌باد ترمنځ غير مستقيم مذاکرات دوام لري.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال وايي، کابل د مذاکراتو دروازې پرانستې ساتلې دي او زیاتوي چې روانو نا مخامخ خبرو اترو کې پاکستان لا هم له غير عملي غوښتنو نه دی تېر شوی.

نوموړی زياتوي، اسلامي امارت باوري دی چې له خپلو ورته غير عملي غوښتنو د پاکستان تېرېدو په صورت کې د دواړو لوريو ترمنځ مذاکرات مطلوبه او مثبته پايله ورکولی شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « له پاکستان سره د خبرو دروازې خلاصې دي او له مختلفو لارو هڅې کېږي چې دا خبرې روانې وساتل شي. که څه هم د چین په ارومچي کې له مخامخ خبرو وروسته بیا مخامخ خبرې نه دي شوې، خو بیا هم هڅې کېږي او د خبرو دروانې پرانستې دي. البته په دې اړه د پاکستان غیر عملي او غیر منطقي غوښتنې یو خنډ دی؛ که دوی له دغو غوښتنو تېر شي، ښايي خبرې نتیجه ولري. د افغانستان غوښتنه روښانه ده او هغه دا چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ درناوی وشي او د افغانستان پر خلکو له ناروا بریدونو ډډه وشي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د پاکستان هغه ادعاوې يو وار بيا ردوي چې وايي تر خپل ترکنټرول لاندې سيمو کې يې د فعالو وسله‌والو ډلو ملاتړ له افغانستانه کېږي.

نوموړی د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ(بي‌اېل‌اې) او تحريک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) ستونزه د پاکستان کورنۍ ستونزې بولي او وايي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ تاوتريخوالي په رامنځته کېدو کې امريکا هم رول لري.

حمدالله فطرت زیاتوي: «افغانستان کې د وسله والو ډلو فعالیت تشې ادعاوې دي، دلته د ټي‌ټي‌پي په ګډون هېڅ وسله واله ډله فعالیت نه لري بلکې دا ټولې ډلې د پاکستان په خاوره کې مېشت دي او مرکزونه یې هم هلته دي. اسلامي امارت د هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي، موږ په دې اړه هر ډول ادعا ردوو.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې هغه مهال عادي او پياوړې کېدای شي چې دواړه لوري د نرمښت په ښودلو سره، د خپلو ستونزو حل د ډېپلوماسۍ په تعقيب کې ولټوي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي« د دې ډول وضعیت ادامه نه د افغانستان په ګټه ده او نه هم د پاکستان. دواړه لوري باید د تاوتریخوالي په ځای د خبرو، اقتصادي همکارۍاو سیاسي تفاهم له لارې ستونزې حل کړي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماسۍ له لارې د ستونزې پر حل داسې مهال ټينګار کېږي چې د ملي دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد له روسیې څخه د راتګ پرمهال کابل هوايي ډګر کې وویل، په نږدې راتلونکي کې به پاکستان پر افغانستان د هوايي بريد جرئت ونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist