د هلمند ناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کې پر دوه جرېبه ځمکو کېنول شوي باغ کې د شفتالو پوره ۳ سوه نيالګي کېنول شوي دي .
مسوول وایي، د تېر کال په پرتله یې د باغ حاصلات ښه دي او په بازار کې د شفتالانو بيې هم لوړې دي. په ورته مهال، د پلور کافي بازار نه شتوالي له امله اندېښمن دی او په خبره يې اړکېږي چې په لوړو لګښتونو ترلاسه کړي حاصلات نورو ولایتونو ته د پلور لپاره ولېږدوي.
بڼوال محب عمر وايي: « دا زموږ باغ دوه جرېبه دی او شاوخوا ۳۵۰ ونې په کې دي. سږ کال یې حاصلات د تېرو کالونو په پرتله ښه دي، بله خبره دا ده چې سږ کال د نورو کالونو په پرتله بیې هم ښې دي.»
نور بڼوالان هم د خپلو ستونزو يادونه کوي او وايي، د کرنیزو توکو په خاص ډول د کيمياوي کوډونو او نباتي درملو بېې دومره لوړې دي چې که ښه حاصلات هم ترلاسه کړي، ګټه یې دوی ته نه پاتې کېږي.
بڼوال حمیدالله وايي: « موږ په دې باغ کې ټولټال ۱۳ تنه کار کوو او تر اوسه مو پرې تر ۷۵ زرو افغانیو لګښت راغلی. موږ له حکومت غوښتنه کوو چې موږ ته آفت وژونکي درمل راکړي او انبارونه راته جوړ کړي.»
بڼوال جلات خان وايي: « حاصلات مو نسبت نورو کالو ته ښه دي، خو ستونزې هم شته. اصلي ستونزه مو دا ده چې د دې تازه شفتالانو د ساتنې لپاره ځای نه لرو؛ ځکه شفتالو ډېر وخت نه لري او له پخېدو سره سم باید راټول او مناسب ځای کې کېښودل شي.»
بله خوا، د کرنې ریاست مسوولان وایي، د شفتالو ساتنې موده کمه ده او ژر له منځه ځي، خو په خبره یې، اوس مهال یې هلمند کې دوې سړې خونې چې یوه یې په ګرېشک او بله په لښکرګاه کې ده، د پانګوالو په مرسته جوړې کړې دي او په راتلونکي کې هم د نورو سړو خونو جوړولو پلان لري.
د هلمند کرنې ریاست د ترویج مدیر محمد نسیم مسلم وايي: « که څه هم شفتالو ښه بازار لري، خو دا چې دا مېوه لږ وخت لري، نو ژر خرابېږي. بڼوال غوښتنه کوي چې دوی ته سړې خونې جوړې شي چې خپلې مېوې په کې وساتي. موږ دا مهال یوه سړه خونه په لښګرګاه او بله په ګرېشک کې لرو؛ حکومت ژمنه کړې چې نورې سړې خونې به هم راته جوړې کړي.»
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په هلمند کې پر٣٥٠ هکټاره ځمکو د شفتالو باغونه کېنول شوي چې له هر هکټار به يې شاوخوا ١٢ ټنه او په ټولیز ډول نږدې ٦٣٠٠ ټنه حاصلات ترلاسه شي .