Skip to content
ملی دفاع وزارت وایي، امریکایي بي – ۵۲ ډوله الوتکو شبرغان کې شاوخوا ۲۰۰ طالبان وژلي دي.
ویل کېږي، امریکایي الوتکو دغه بریدونه پرون ماښام شا اوخوا شپږ نیمې بجې کړي دي.
دفاع وزارت ویلي، په دغه بریدونو کې د طالبانو نږدې ۱۰۰ موټر هم له منځه وړل شوي دي.
هرات کې هم بي ۵۲ ډوله الوتکو بمبار کړی، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې کره مالومات نشته.
خو له دې سره سره لا هم د شبرغان ښار د طالبانو په ولکه کې دی او حکومت کوم پرمختګ نه دی کړی.
طالبانو د دغو بریدونو او مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.