• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مشرانو جرګه له پاکستان رښتینې همکاري غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/07

مشرانو جرګه وايي، وروستیو بریدونو ته په کتو طالبان سولې ته ژمن نه دي.

مشرانو جرګه تمه لري چې پاکستان ته د ولسمشر غني سفر به له لاسته راوړنو ډک وي .

سناتوران له اسلام اباد غواړي چې دا ځل د افغان سولې پروسه کې ریښتینې همکاري وکړي او طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني.

سناتورانو انديښنه ښودلې چې وروستیو وسله والو او ځانمرګو بریدونو ته په کتو طالبان د سولې هوډ نه لري او اړتیا ده چې تر نظامي فشار لاندې ونیول شي.

د دغې جرګې غړي ټینګار کوي چې پاکستان دې نور له افغان سولې سره ریښتینې همکاري وکړي او هغه نفوذ چې پر طالبانو یې لري، باید افغان حکومت سره یې خبرې ته چمتو کړي.

سناتوران وايي وروستیو جګړو او د طالبانو دا پریکړه چې په روژه کې به هم خپل عملیات ونه دروي د دې ښکارندوی کوي چې دا ډله سوله نه غواړي او نه هم د افغان ولس ارادې غوښتنو ته درناوی لري.

دوی وايي یوازینۍ لار چې طالبان د مذاکراتو مېز ته مجبوروي هغه پوځي فشار دی او افغان حکومت باید طالبان دومره وځپي څو سولې ته غاړ کیږدي.

د ولسمشر محمد اشرف غني له حکم سره سم ګلالۍ نور ساپۍ هم د مشرانو جرګې انتصابي سناتوره شوه او لوړه یې وکړه.

د دغې جرګې غړو وویل په ټول افغانستان کې ناامني او جګړې زیاتې شوي او افغان ځواکونه باید د خلکو د ژوند خوندي ساتلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist