Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/01

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو شپږم پړاو خبرې پیلېږي.

 

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي، نن چارشنبه د عیسوۍ میاشتې لومړۍ نېټه به د قطر په دوحه کې د طالب استازو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو پیل شي.

 

دا خبرې داسې مهال پیلېږي، چې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه کې شاوخوا ۳۲۰۰ کسان له طالبانو سره د سولې په تړاو سلامشورې کوي، چې څنګه کولی شي جګړه ختمه او سوله راشي.

 

له دې سره طالبانو ويلي، د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال ملا برادر د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو لیستاري او ورسره پلاوي سره لیدلي او له امریکایانو سره د سولې خبرو پر روان بهیر یې ورسره خبرې کړي دي.

 

په تېره مارچ میاشت کې قطر کې د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ د افغان سولې خبرې لسمې ورځې ته غځېدلې وې.

امریکا په افغانستان کې دوه موخې لري

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي، داعش او القاعده شبکې سره مبارزه يې په لومړيتوبونو کې ده او پر وړاندې يې مبارزې ته دوام ورکوي.

پمپيو ويلي، امريکا د افغانستان جګړې د پايته رسولو په موخه په سياسي حل لاره ټينګار کوي.

 

مايک پمپيو دا خبرې په داسې مهال کې کړې ، چې تازه بهرنيو رسنيو او د روسيې د دفاع وزير ويلي، چې داعش جنګيالي افغانستان ته د تګ په حال کې دي.

پمپيو ويلي، هېواد يې نه غواړي له افغانستان ورته امنيتي ګواښونه متوجه شي.

داسې هېڅ ثبوت نشته چې ښکاره کړي هند له افغانستان خاورې ناوړه ګټه اخلي

 

امریکا ويلي، داسې هیڅ نښه یې نه ده لیدلې چې وښيي هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.

 

د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز تیره ورځ د پاکستاني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، داسې هیڅ شواهد نه ویني چې هغه څه ثابت کړي چې پاکستان ورته اشاره کوي.

 

ویلز دغه خبره د هغې پوښتنې په ځواب کې کړې چې هند د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د کړکېچ رامنځته کولو لپاره د ځینو ډلو ملاتړ کوي.

 

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ تور پورې کړی و چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د هند استخباراتي اداره (را) د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي.

 

الیس ویلز ویلي، د سیمې هیوادونه باید د یو بل ملي حاکمیت ته درناوی ولري او د دې لپاره چې په سیمه کې سوله او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي، باید په ګډه کار وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist