Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: روسیه او چین د افغانستان د بحران په حل کې مهم رول لوبوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/27

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي واشنګټن تمه لري چې روسیه او چین به د افغانستان د سولې له پروسې سره په مرسته کې مهم رول ولوبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مسکو کې د جمعې درې اړخيزې غونډې هدف د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې اجماع رامنځته کول و.

زلمي خلیلزاد پرون تر غونډې وروسته، د روسیې له خبري اژانس انټرفکس سره په مرکه کې د افغانستان د سولې په اړه د درېیو هېوادونو ناسته مهمه بللې ده.

خلیلزاد ویلي، “موږ هیله لرو چې روسیه به له خپل نفوذه کار واخلي او په هغو مواردو کې به چې خبرې ورباندې وشوې، لکه د تشدد کمېدل، د ترورېزم پرضد د مبارزې میکانیزمونه او ضمانتونه، تر موافقې وروسته

د افغانستان وضعیت او بین الافغاني خبرې او ډیالوګ او د لارې د یوې نقشې جوړولو کې به مرسته وکړي.”

په مسکو کې د درې اړخیزې غونډې د اعلامیې متن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپور شوی دی.

غونډه کې د افغانستان لپاره د چین، روسیې او امریکا ځانګړو استازو ګډون کړی و.

د درېیو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان ملي حاکمیت ته په درناوي له طالبانو غوښتل شوي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې ویلي، (( روسیه، چین او امریکا افغان طالبان هڅوي چې له افغان حکومت او نورو افغانانو سره ژر تر ژره خبرو ته کېني.))

 له دې سره ټاکل شوې چې د چین، امریکا او روسیې درېیمه درې اړخیزه ناسته په چین کې ترسره شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې درې خواوې هوکړې ته رسېدلي چې سلا مشورې به زیاتوي او همداراز د بیجینګ کې د درېیمې درې اړخیزې ناسته لپاره چمتووالی نیسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist