• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ روسیه د درې اړخیزې ناستې کوربتوب کوي

admin by admin
2019/04/24

په پام کې ده چې سبا پنجشنبه به د افغان سولې په اړه مسکو د درې اړخیزې ناستې کوربه وي.

افغانستان کې د روسیې سفارت د خبر له مخې روسیه، چین او امریکا د پنجشنبې په ورځ سره کیني.

کابل کې د روسیې سفارت د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې به د امریکا په استازولۍ د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د روسیې په استازېتوب ضمیر کابلوف ګډون وکړي.

اعلامیه لیکي، د درې اړخیزې ناستې تمرکز به په ملي پخلاینې او د امریکا او طالب مرکچي پلاوي ترمنځ په وروستیو خبرو ورټول وي.

روسیه دا ناسته د افغان سولې په اړه د همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې ګټوره بولي.

له افغانستان د ناټو وتل په دغه هېواد کې دایمې سولې سره تړلي دي.

د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې له بي بي سي سره ځانګړې مرکه ویلي، له افغانستان د ناټو ځواکونو وتل په دې پورې تړلي دي چې افغانان په خپل منځ کې سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.

نیکولاس کې ویلي، داسې جوړجاړی چې تلپاتې سوله راولي، ناټو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان بیا د ترهګرو پټن ځای نه ګرځي.

د ناټو ملکي استازي ویلي، دوی او امریکا افغانستان ته په ګډه راغلي او د ناټو په چوکاټ کې ګډ کار کوي او کله چې وځي هم یو ځای به وځي.

د ګي په خبره ، افغانستان کې د ناټو ماموریت موخه روښانه ده او هغه دا چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

د خلیلزاد اووم سفر 

طالبانو ته نیږدې کسان وايي، ډېر احتمال شته چې طالبان او امریکایان په شپږم پړاو خبرو کې وروستۍ هوکړې ته ورسیږي.

سولې عالي شورا د زلمي خلیلزاد له هڅو د هر کلي تر څنګ وايي، تمه دا ده چې خلیلزاد به په دې سفر کې طالبان بین الافغاني خبرو ته وهڅوي.

د خلیلزاد د هڅو د تر څنګ په سیمه کې هم د افغان سولې د ټینګښت او د واحد نظر د رامنځته کېدو لپاره نوې هڅې د راټوکېدو په حال کې دي.

په پام کې ده چې سبا پنجشنبه امریکا، روسیه او چین د افغانستان د سولې په اړه ګډه دری اړخیزه ناسته په مسکو کې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

سرپرست حکومت د باثباته افغانستان په اړه د چين او روسیې د ولسمشرانو له څرګندونو هرکلی کړی

مې 11, 2025
عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو
اقتصاد

عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

مې 10, 2025
هند: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني
نړۍ

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

مې 10, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist