• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ خلیلزاد کندهار ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/03

د افغان سولې په لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کندهار ته د خپل سفر په مهال ویلي، ټول افغانان غواړي د افغانستان په راتلونکي کې ونډه ولوبوي او د هغوی له هڅو باید ملاتړ وشي.

خلیلزاد چې د سې شنبې په ورځ کندهار ته لاړ، تمه لري او غواړي چې د حکومت او طالبانو په ګډون ټول افغانان په دوحه کې سره کېني او دا یې وخت دی چې افغانستان کې سوله ټینګه شي.

هغه ویلي، په خبرو کې باید د ښځو او ځوانانو په ګډون د افغان ټولنې د هرې برخې استازي ګډون ولري.

خلیلزاد ویلي، د سولې خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کې هغه مسایل مطرح شوي چې طالبانو او امریکا پورې اړه لري، خو له دې وروسته پر نورو مسایلو هر ډول بحث کې باید افغان حکومت موجود وي.

د هغه په خبره، تر ټولو مهمه دا ده چې د سولې لپاره پر یوه پلان کار وشي چې د دې پلان له مخې باید لومړی په جګړه کې ښکېلې غاړې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند اعلان کړي.

له دې سره داسې راپورونه شته چې اجرایه رییس عبدالله عبدالله به قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره به خبرې وکړي.

د ځینو راپورونو پر اساس حکومت چمتو دی چې د مسکو غونډې په دوام قطر کې دویمې ناستې ته عبدالله عبدالله ولېږي.

هلته به عبدالله د یو افغان په توګه له طالبانو سره خبرې وکړي چې څنګه امکان لري دواړه خواوې سولې ته ورسېږي.

تر ډیره ګمان کېږي چې قطر کې بین الافغاني ناسته کې به د طالبانو مشري ملا عبدالغني برادر وکړي.

خو تر اوسه په رسمي توګه اجرایه ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist