Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د ګوزڼ ۳مثبتې پېښې ثبت شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/01

افغانستان کې تیر کال د ګوزڼ یوویشت مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان کې تېر کال د ګوزڼ یوویشت مثبتې پېښې ثبت شوي چې د روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان اندیښنې یې زیاتې کړي.

د ګوزڼ پېښې هغو سیمو کې رامنځ ته شوي چې طالبانو پکې د پولیو واکسینو اجازه نه ده ورکړې، خو د روغتیا وزارت اوس توانیدلی چې د اته سوه زره پاتي ماشومانو څخه شپږ سوه زره یې واکسین کړي.

روغتیا وزارت له درې ولایتونو پرته ټول افغانستان کې سرتاسري کمپاین پيلوي چې نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین کړي.

د ګوزڼ تازه پېښه چې په د ارزګان په چارچینو ولسوالۍ کې ثبت شوې، په ټول افغانستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۲۱ ته ورسید چې انديښنې یې زیاتې کړي دي.

دا پېښې یا هغو سیمو کې ثبت شوي چې طالبانو کور په کور د واکسین اجازه نه ده ورکړې او یا تازه راستانه شوي کورنیو ماشومان دي.

اوس د روغتیا وزارت په پام کې لري چې له دایکندي، بامیان او غور ولایتونو پرته ټول افغانستان کې نهه اعشاریه درې میلیونه ماشومان واکسین کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان چې په دې برخه کې د روغتیا وزارت مالي ملاتړی او همکار دی، ژمنه کوي چې د افغانانو لاسنیوي ته به دوام ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریچارد پیپر کورن داسې ویلي (( تېر کال د پولیو پېښې زیاتې وې او سږکال هم د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوي چې ډیری سویلي ولایتونو کې دي. سږکال مو هغو ولایتونو ته لومړیتوب ورکړی چې د پولیو پېښې په کې زیاتې دي))

دیني عالمان هم له کورنیو غواړي چې پولیو واکسین خپلو اولادونو ته وکړي چې د فلج له ګواښ وژغورل شي.

روغتیا وزارت په پام کې لري چې هغو سیمو کې کور په کور واکسین و نه کړي چې طالبان یې اجازه نه ورکوي، طالبان د واکسینو له رضاکارانو غواړي چې کور په کور ونه ګرځي او یو جومات او یا دیره کې واکسین وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist