Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوحه کې د افغان سیاسیونو او طالبانو غونډه!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/27

دوحه کې د سیاسیونو او طالبانو ترمنځ غونډې ته حکومت خپل پلاوی نه لېږي.

د سیاسیونو او طالبانو ترمنځ ناسته د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابرول دي.

کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، امریکا نه غواړي د سولې برخه کې په افغانانو څه تحمیل کړي.

د افغان حکومت وسلوال او سیاسي مخالفین داځل په دوحه کې سره راټولیږي هغه ځای چې امریکا او طالبانو په کې د افغان سولې پرسر پنځه پړاوه بې پایلې بحثونه کړي.

حکومت چې لا د دې خبرو په محور کې نه دی ورګډ شوی قوي باور نه کېږي چې په دا ډول غونډو سره افغانان خپله راتلونکې روښانه وویني.

تحلیل کوونکي وایي، سره له دې چې دا مخالف جهتونه د افغانانو استازولي نه شي کولای خو له دې امله مهمه ده چې خپلمنځیو خبرو ته لار پرانیزي.

ها خوا امریکا هم ویلي، نه غواړي د سولې برخه کې په افغانانو څه تحمیل کړي.

افغان حکومت دې ناستې ته پلاوی نه ورلیږي او برخوال یې یوازې طالبان او سیاسیون دي، ځکه د حکومت له نظره دا غونډه د سولې عملي بحث کېدای شي، نه مذاکرات.

یوه اندېښنه له دې ناستې دا ده چې کېدای شي د حکومت دا دواړه مخالف لوري د حکومت پښې ووهي، خو د امریکا لپاره دا مذاکرات د افغانانو ترمنځ یو ډیالوګ دی او پرېکړې خپله افغانانو پورې اړه لري.

 کابل کې د امریکا سفیر جان باس داسې ویلي (( هغه خبرې چې افغان حکومت يې باید له طالبانو سره وکړي امريکا يې نه کوي او بايد خپله افغانان يې وکړي او دوی په دې برخه کې افغان ملت ته درناوی کوي. په دې برخه کې موږ افغانانو ته خاص درناوی لرو ترڅو خپلې خبرې په خپله وکړي. او موږ نه غواړو چې د جوړ جاړي په برخه کې په افغانانو څه تحميل کړو.))

افغان حکومت د مسکو له ناستې هم داسې ویره درلوده لکه اوس چې د دوحې په اړه لري خو د غونډې ټول تمرکز افغانستان کې د سولې پرڅرنګوالي او بین الافغاني خبرو په برابرولو ور ټول یادیږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist