Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو او طالبان د ملکي مرګ ژوبلې پړه پر یو بل اچوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/25

کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموريت طالبان یو ځل بیا ملامت کړي چې د ملکي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

د ناټو مالومات ښيي چې طالبان خپلو جنګياليو ته د هغو کورونو شاوخوا سيمو کې د ګرځېدو لارښوونه کوي، چې هلته ماشومان وي او هوایي بریدونه و نه شي.

کابل کې بيا مدني فعالانو هم په حکومت نيوکه کړې چې د سولې له خبرو سره یو ځای د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو چوپه خوله دی.

په دې راپور کې د یوې نجلۍ کیسه هم شته چې د کورنۍ غړي یې د هوایي برید قربانیان دي.

کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموريت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي ، طالبانو تل له افغان مېرمنو او ماشومانو د بشري سپر په توګه استفاده کړې او ملکي مرګ ژوبلې ته يې لاره هواره کړې. 

غوڅ ملاتړ ماموريت دجګړې بڼه وېره وونکې او لومړۍ کرښه پېچلې یاده کړې؛ خو طالبان په قصدي توګه د ملکيانو له کورونو په استفاده په افغان اوائتلافي ځواکونو بريدونه کوي ترڅو خپل ځانونه خوندي کړي.

د غوڅ ملاتړ ماموريت ویلي (( موږ د طالبانو د قومندانانو راپورونه تر لاسه کړي، چې خپل جنګياليو ته وايي، د هغو کورونو شاوخوا سيمو کې ګرځئ چې ماشومان پکې وي ترڅو له هوايي بريدونو لاندې را نشئ.طالبان پوهېږي، چې افغان او امريکايي هوايي ځواکونه په هغو ځايونو کې له بريد کولو ډډه کوي، چې هلته ملکي وګړي تر سترګو کېږي.))

طالبانو بیا د ناټو ځواکونو دا ادعا رد کړې او بهرني ځواکونه ملامت بولي چې په هوایي بریدونو کې ځینې وخت د دولت تر حاکمیت لاندې سیمو کې بریدونه کوي چې ملکي وګړي یې قرباني وي.

د روانې اونۍ پیل کې امریکايي ځواکونو په کندز کې هوايي بریدونه وکړل چې څوارلس تنو ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله  واوښته په دغو بریدونو کې یوه ټپي شوې مېرمن وايي، طالبان يې په کور کې پټ و چې هوايي بريد پرې وشو.

له دې سره کابل کې مدني فعالانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د غندنې په غبرګون کې را ټول شوي وو، او په حکومت يې نيوکه وکړه ،چې ولې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته چوپه خوله پاتې دی.

ناټو وايي، ډېری نسلونو ټول ژوند په دې تاوتريخوالي کې تېر کړ او اړتيا ده ، چې دا تاوتريخوالی نور پايته ورسېږي او افغانان سولې ته ورسیږي.

د ملکي مرګ ژوبلې دا خبره په داسې مهال کېږي ، چې شپږ مياشتې وړاندې يوناما په دغه برخه کې د ۵۲ سلنه زياتوالي خبر ورکړی و. 

راپور : محبوب الهی

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist