هغه زیاته کړې:« کله چې موږ له خپلو متحدینو سره پر ګډه کار کوو، د هر ډول ستونزې پر وړاندې پیاوړي یوو. په افغانستان کې دا حقیقت دی. موږ به د افغانستان لپاره د جاپان تجربو او ونډې ته اړتیا ولرو.»
د تل په څېر د جاپان او امریکا ترمنځ ناسته کې افغانستان کې د بشري حقونو، بشري ناورین او سیاسي ډیالوګ یادونه داسې مهال کیږي،چې اسلامي امارت ځان بشري حقونو ته ژمن بولي، بشري ناورین میراث یادوي او پر کوردننه یې د سیاسي ډیالوګ خبره هیڅکله نه ده کړې.
د توماس وېسټ دا سفر د روانې ډسمبر میاشتې پر لومړۍ پیل شوی او ټاکل شوې ده،چې د همدې میاشتې تر اتمې نیټې دوام وکړي،چې په لړ کې به یې هند او متحده عرب اماراتو ته هم لاړ شي.
Discussion about this post