Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لعل: د بشر حقونو کمیسیون، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/29

د بشر حقونو سازمان مشر: د بشرحقونو کمیسیون هېڅ  لاسته راوړنه نه لري.

د بشر حقونو کمېسیون د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي او په ملي کچه هېڅ لاسته راوړنه، نه لري.

د دغه کمېسیون پر مشرې د تعصب، کرکې او افغان ضد مفکورې نیوکه ده.

د بشر حقونو سازمان وایي، د بشر حقونو کمېسیون د یو ځانګړي قوم، ژبې او ځانګړي فکر لپاره کار کوي او ملي ګټې یې هیرې کړي دي.

د بشر حقونو پر کمېسیون نیوکې دي چې قومي او ژبنی تعصب کوي او د بشري حقونو د خوندیتوب پر ځای د بشر حقونه تر پښو لاندې کوي.

د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل پر دغه کمېسیون نیوکه کوي چې له بهرنیو هېوادونو پروژې اخلي او د هغوی فرمایشونه مخ ته وړي، خو ملي ګټې ترې هیرې دي.

لعل وایي، بشر حقونو کمېسیون د ملي نهاد په توګه کار نه کوي او د کرکې او افغان ضد مفکورې خپروي.

لعل ګل وایي، د بشر حقون کمېسیون د یو ځانګړي قوم په ولکه کې دی او په تېرو ۱۷ کلونو کې په ملي کچه هېڅ لاسته راوړنه نه لري او نه هم له هغو سازمانونو سره اړیکې جوړوي چې په ورته برخه کې هڅې کوي.

بشر حقونو کمېسیون صلاحیتونه او امکانات په لوړه کچه دي او کولی شي لویې لاستې راوړنې ولري، خو اصلي مسوولیت یې هیر کړی.

ومو غوښتل په دې اړه د بشر حقونو کمېسیون نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره هغوی زمونږ ټیلفون ته ځواب ورنه کړ.

تر دې وړاندې هم د بشر حقونو پر کمېسیون نیوکې وې چې پټه خوله یې ساتلې او یوازې د هغه څه په اړه غږ پورته کوي چې بهرني هېوادونه یې ورته ووایي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist