ځینې نور بیا وايي، اسلامي امارت باید د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو کار او زده کړو حقونو د ورکړې په برخه کې جدي اقدام وکړي او دا کار هم د ولسونو او هم د اسلامي امارت پر ګټه دی
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم وايي:« ریښتیا هم اسلامي امارت باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو د تامین لپاره عاجل، مثبت او مسلکي اقدام وکړي دا کار هم د خلکو او هم د اسلامي امارت پر ګټه دی.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی بیا وايي، د اسلامي امارت د واک له پیله تر دې مهاله د ټولې نړۍ پلاوي کابل راځي، خو پایله نه ورکوي.
ځاځی په دې باور دی،که افغان چارواکي خپلې ستونزې حل نه کړي او له هغو پرېکړو چې له نړۍ او ولس سره مو واټن زیاتوي،چې لاس وانخلي حکومت به یې همداسې انزوا کې وي او زیان به یې افغان ولس ته رسیږي.
ځاځي زیاته کړه:« د طالبانو حاکمیت له پیله د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې د ګاونډیو هېوادونو، اسلامۍ نړۍ او امریکا استازو افغانستان ته سفر کړی او اسلامي امارت سره یې د دغو پرتو ستونزو په هلکه خبرې کړي دي، خو مثبته پایله یې نه درلوده ، ترڅو خپله اسلامي امارت د دغو کړنو پر وړاندې چې دوی ترسره کړي دي لاس وانخلي او د نړیوالو مشروع غوښتنې ونه مني،همداسې منزوي به وي او نړیوال به نور واټن هم ترې واخلي،چې زیان به یې بې چاره ولس ته رسیږي.»
له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو ځنډول او په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د اسلامي امارت هغه پرېکړې دي،چې په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راوپارول.
د دغو ستونزو د حل لپاره د ملګرملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان سربېره د یو شمیر هېوادونو استازي افغانستان ته راغلل او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې خبرې اترې دوام لري.