Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امینه محمد: د ښځو حقونو برخه کې یو څه پرمختګونه شوي

امینه محمد: د ښځو حقونو برخه کې یو څه پرمختګونه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/22

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد،چې کابل ته په سفر راغلې وه او د ښځو کار او د نجونو د زده کړو حقونو په تړاو یې د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې درلودې وايي، په دغه برخه کې یو څه پرمختګ شوی دی .

امینې محمد په کابل کې  د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د ریاست الوزرا مرستیال او دغه راز په کندهار کې له ځايي مسوولینو سره کتلي دي.

دغه راز محمد وايي، دغو ټولو چارواکو د ښځو او نجونو حقونو او تحصیل په برخه کې چمتوالی ښودلی دی.

د سرمنشي مرستیالې د ښځو کار او نجونو د زده کړو په تړاو خبرې له لوړو او ژورو ډکې بللې دي او زیاته کړې یې ده،ترهغې چې اسلامي امارت مشران بنسټيز تغیر رامنځ ته نه کړي، رسمیت پیژندنې ته به ونه رسیږي. 

هغې زیاته کړې:« فکر کوم،داسې ډېر څه مو واورېدل،چې پر هغه لوري د تللو برخه کې پرمختګ ښيي، چې موږ پرې تګ غواړو، ترهغې چې د طالبانو مشرتابه بنسټیز ګامونه نه وي اخېستي، په نړیواله کچه رسمیت پېژندنه به یې اوږده لار مخکې ولري.»

د سیاسي چارو یوشمېر شنونکي وايي، افغان اوسنی نظام باید ټولو هغو نړیوالو قوانینو او ارزښتونو ته ژمن پاتي شي،چې د هېوادونو رسمیت پيژندنې لپاره اړین بلل کیږي. 

د پوهنتون استاد فیض محمدځلاند وايي:«باید ټولو هغو نړیوالو قوانینو او ارزښتونو ته اسلامي امارت چارواکي ژمن پاتې شي،چې په۲۱ تمه پيړۍ کې د هېوادونو ترمنځ د تعامل لپاره حتمي ګڼل کیږي،دا ټول  د اوسني دولت د رسمیت پيژندنې او نړیوال تعامل لپاره مهم شرایط دي.» 

ځینې نور بیا وايي، اسلامي امارت باید د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو کار او زده کړو حقونو د ورکړې په برخه کې جدي اقدام وکړي او دا کار هم د ولسونو او هم د اسلامي امارت پر ګټه دی

 د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم وايي:« ریښتیا هم اسلامي امارت باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو د تامین لپاره عاجل، مثبت او مسلکي اقدام وکړي دا کار هم د خلکو او هم د اسلامي امارت پر ګټه دی.» 

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی بیا وايي، د  اسلامي امارت د واک له پیله تر دې مهاله د ټولې نړۍ پلاوي کابل راځي، خو پایله نه ورکوي. 

ځاځی په دې باور دی،که افغان چارواکي خپلې ستونزې حل نه کړي او له هغو پرېکړو چې له نړۍ او ولس سره مو واټن زیاتوي،چې لاس وانخلي حکومت به یې همداسې انزوا کې وي او زیان به یې افغان ولس ته رسیږي. 

ځاځي زیاته کړه:« د طالبانو حاکمیت له پیله د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې د ګاونډیو هېوادونو، اسلامۍ نړۍ او امریکا استازو افغانستان ته سفر کړی او اسلامي امارت سره یې د دغو پرتو ستونزو په هلکه خبرې کړي دي، خو مثبته پایله یې نه درلوده ، ترڅو خپله اسلامي امارت د دغو کړنو پر وړاندې چې دوی ترسره کړي دي لاس وانخلي او د نړیوالو مشروع غوښتنې ونه مني،همداسې منزوي به وي او نړیوال به نور واټن هم ترې واخلي،چې زیان  به یې بې چاره ولس ته رسیږي.» 

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو ځنډول او په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د اسلامي امارت هغه پرېکړې دي،چې په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

د دغو ستونزو د حل لپاره د ملګرملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان سربېره د یو شمیر هېوادونو استازي افغانستان ته راغلل او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې خبرې اترې دوام  لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist