Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د قطر بهرنیو چارو وزیر: د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د منځګړي په توګه پښیمانه نه یو 

د قطر بهرنیو چارو وزیر: د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د منځګړي په توګه پښیمانه نه یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/19

قطر چې د اسلامي امارت لپاره یې دوحه کې رسمي دفتر پرانېست او د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ یې د سولې مذاکراتو ۱۸ میاشتې کوربتوب وکړ، د افغانستان ستونزې یوازینی حل ډیالوګ او خپل منځي خبرې بولي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په یوه مرکه کې ویلي،له خپل منځګړيتوب پښیمانه نه دي.

هغه زیاته کړې:« موږ به هېڅ کله هم د یوه منځګړي یا د خبرو مرسته کوونکي په توګه پښیمانه نشو،ځکه ټولې ستونزې،چې موږ وینو د حل لپاره یې د یو چا سره خبرو ته اړتیا وي. افغانستان کې د اوسني وضعیت لپاره بل بدیل څه دی؟ ایا کورنۍ جګړه ده؟ دا د حل لا نه ده. موږ د داسې حل لارې په لټه کې وو،چې د ډیالوګ او درک په مرسته وي، د ټولو اندېښنې په کې ځواب او د دې ډاډ مو تر لاسه کړی وي،چې د ټولو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه په کې خوندي وي.» 

شیخ محمد د اسلامي امارت د وروستیو پریکړو په تړاو ویلي، وضعیت له نږدې څاري او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د هغوی وروستۍ پریکړې خواشینونکې بللې دي. 

آل ثاني ویلي،چې دا پریکړې هېڅ دیني او کلتوري اړخ نه لري.  

هغه زیاته کړې:«موږ هلته وضعیت،د طالبانو فعالیتونه او پریکړې له نږدې څارو،چې زموږ له نظره ډېرې زړه بوږنونکې او ناهیلې کوونکې دي. موږ هڅه کوو،چې له طالب مشرانو سره په دې موخه خبرې وکړو،چې پوه شوو د دې پریکړو تر شاه څه دي،ځکه موږ داسې کوم څه نه وینو،چې دا دې له دیني یا کلتوري اړخه د منلو وړ پرېکړې وي.» 

په ورته وخت کې دغه قطري چارواکي ویلي،د اسلامي امارت ځینې چارواکي چې دوی سره اړیکه کي دي میانه روي دي،خو په عمل کې یې بیا نه ده ثابته کړې. 

هغه ویلي، د بېلا بېلو لارو او له اسلامي هېوادونو سره یې پراخه مشورې پیل کړي او هڅه کوي،اسلامي امارت خپلې وروستۍ پریکړې بېرته واخلي.

دغه راز ال ثاني ویلي،که د اسلامي امارت پریکړې پر خپل ځای پاتې شي،وضعیت به لا زیات کړکیچن شي.

هغه زیاته کړې:«دغه پرېکړې زموږ لپاره د تعجب وړ نه دي،خو موږ له طالبانو سره خبرې کوو او له دوی سره اړیکه کې یوو، په ځانګړې ډول له هغو چارواکو سره چې موږ ورسره اړیکه کې یو میانه روي یې ښودلې،خو په عمل کې یې نه ده ثابته کړې. موږ د دې پرېکړو په لاملونو نه پوهیږو،خو ویلی شم،چې دا به د دوی او ټولو افغانانو لپاره وضعیت لا زیات خراب کړي.له دغو پریکړو وروسته اوس تازه بیا موږ د بېلا بېلو لارو هڅې پیل کړي دي،چې له طالبانو سره خبرې وکړو او ان د نورو اسلامي هېوادونو سره په ګډه مو دا هڅې روانې دي،چې له دوی سره خبرې وکړو او د مسلمانو هېوادونو سره مو په دې تړاو مشورې پیل کړې دي،چې حداقل د دې وضعیت لپاره یو پلان جوړ کړو،ځکه موږ باور لرو او فکر کوو،چې موږ غوره هېوادونه یوو،چې له دوی سره خبرې کولی شو او د طالبانو د دا ډول پریکړو مخه ونیسو یا حد اقل دا مرسته وکړو،چې دوی خپلې پریکړې بېرته واخلي.»

دا لومړی ځل نه دی،چې نړیوال د اسلامي امارت د وروستیو بندیزونو په تړاو اندېښنې ښيي،بلکې له دې وړاندې هم د دغو پریکړو د بېرته اخیستو غوښتنه شوې،خو لا هم په ځای پاتې دي. شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغان ښځو  د هر اړخیزه ملاتړ ژمنه کړې او ویلي دي،چې دهغوی د ملاتړ لپاره به له هېڅ ډول مرستو دریغ ونه کړي. 

اسلامي‌امارت تر اوسه پورې د  ال ثاني څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د سعودي عربستان په کوربتوب یې د اسلامي‌همکاریو سازمان د وروستۍ ناستې له اعلامیې هرکلی وکړ او د اسلامي هېوادونو اندېښنې یې د درک وړ وبللې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist