Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

افغانستان کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو تړلو پرېکړې په اړه د غبرګونونو دوام 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/25

په افغانستان کې د نجونو پوهنتونونو تړلو په اړه د ا.ا وروستۍ پریکړې ته د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په  دوام د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار او نړیوالو غبرګونونه ښ،دلي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، دا ډول پریکړې د افغانستان پر زیان دي او د هېواد یو نسل تباه کوي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو بیا ویلي، اسلام د پوهې او زده کړو پلوي دی او په زده کړو کې د افغانستان لپاره هېڅ زیان نشته دی. 

دغه راز اوغلو ویلي دي،چې  دا پریکړه نه انساني او او نه هم اسلامي ده.

اوغلو زیاته کړې:«د ښځو پر زده کړو بندیز نه انساني دی او نه اسلامي. د ښځو په زده کړو کې څه تاوان دی؟ افغانستان ته یې څه تاوان رسیږي؟ آیا په دې اړه اسلامي دلیل شته؟ اسلام د زده کړو ضد نه دی، بلکې خلک هڅوي چې زده کړې وکړي.» 

بل خوا د نړیوالو زده کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون د اسلامي امارت دا پرکړه غندلې او ویلي دي،چې دا د  هغوی له خوا پر ښځو د محدودیتونو لړۍ دوام دی.

ګورډن براون ویلي،دا ډول پریکړې د افغانستان په اوس او راتلونکي ژور اغیز کوي.

براون زیاته کړې:«افغانستان کې د تېر شل کلن حضور له امله لویدیځ نشي کولی پر طالبانو فشار راوړي ځکه، دا د نړۍ د اسلامي هېوادونو مشرانو مسوولیت دی چې طالبانو ته ووایي چې دا پریکړه د اسلام سره په ټکر کې ده. ټولو اسلامي هېوادونو د ملګرو ملتونو هغه نوښت منلی چې تر ۲۰۳۰ کاله به ټول ماشومان زده کړو ته لاسرسی ولري.» 

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم اسلامي امارت ته په خطاب کې ویلي،چې لا هم ناوخته نه دی او د نجونو زده کړو په اړه دې د افغانستان خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي.

وېسټ زیاته کړې:«ټوله نړۍ د طالبانو ورانونکې پریکړې په اړه د  افغانانو یووالی ګوري. محصلین له خپلو خویندو سره اوږه په اوږده دریږي، استادان استعفاوې کوي، لاریونونه کیږي او خلک غوسه دي. له طالبانو غواړو،چې هغوی ته غوږ ونیسي.» 

له دې مخکې د الازهر پوهنتون مشر، د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر او د اسلامي هېوادونو نورو چارواکو هم د اسلامي امارت دا پریکړه غندلې وه او د هغې د بېرته اخېستلو غوښتنه یې کړې وه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist