یادې ادارې زیاده کړې:« طالبانو پوهنتونونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی دی. دا له شرم ډکه یوه پریکړه ده،چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې حق تر پښو لاندې کوي. طالبان هره ورځ دا په ډاګه کوي،چې د افغانانو اساسي حقونو ته په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی نه کوي.»
په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېنېټ هم دې پریکړه ته غبرګون ښودلی او د اسلامي امارت دا کار یې له ټولنې د افغان ښځو د اېستلو دوام بللی او له هغوی یې غوښتي دي،چې خپله پریکړه بېرته واخلي.
بېنېټ زیاته کړې:« له پوهنتونونو د ښځو او نجونو د منع کولو پریکړه،چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له خوا اعلان شوې، د زده کړو د مساوي حقونو تر پښو لاندې کولو په تړاو یو بل تاوتریخوالی د، چې دا اصل کې له افغان ټولنې د ښځو اېستل دي. زه پر طالبانو غږ کوم،چې ژر تر ژره خپله پریکړه بېرته واخلي.»
د قطر بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره خواشیني او ناهلي ښو د لې او دا پریکړه یې منفي او د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډ بللی ده.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،چې د دوی هېواد هم یو اسلامي هېواد دی،خو د ښځو ټول حقونه په کې خوندي دي،هغوی له سرپرست حکومت غوښتي،چې پر خپله پریکړه له سره غور وکړي.
د خبرپاڼې یوه برخه:«قطر د افغانستان د سرپرست حکومت په دې پریکړه،چې نجونې یې تر امرثاني پورې له پوهنتونونو منع کړي، ژوره اندېښنه او ناهلي ښيي. د بهرنیو چارو وزارت ټنګار کوي،چې دا ډول منفي پریکړې به د افغانستان په پرمختګ، اقتصاد او بشري حقونو بدې اغیزې وکړي. قطر د یوه مسلمان هېواد په توګه چېرته،چې ښځې له ټولو حقونو او په ځانګړي ډول له زده کړو برخمنې دي. د افغانستان په سر پرست حکومت غږ کوي، تر څو په خپله وروستۍ پریکړه له سره غور وکړي.»
د افغان ښځو او بشر حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم یو لړ ټویټونو کې ویلي،چې اسلامي امارت تر دې دمه د ښځو د محدودیتونو پر سر نږدې ۱۶ فرمانونه خپاره کړي.
امیري ویلي،چې اسلامي امارت د خپلې لومړې دورې سیاستونو ته مخه کړې او د فرهنګ او مذهب په نوم خپلې غوښتنې پر خلکو عملي کوي.
امیري زیاته کړې:« د طالبانو لخوا له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د نجونو او ښځو منع کول او د ښځو او نجونو په نښه کول په دې برخه کې د ۱۶ څخه زیات فرمانونه دا شک لرې کوي،چې دوی د ۹۰ لسیزې سختو پالیسیو ته ستانه شوي دي. نړۍ باید دا هرڅه ونه مني،چې دا پریکړې یې فرهنګ یا مذهب پورې اړه لري. د افغانستان په تاریخ کې یوازې طالبانو د نجونو د تعلیم منع کولو سیاستونه پلي کړي دي. د نړۍ په هېڅ کوم مسلمان هېواد کې د نجونو له زده کړو انکار نه دی شوی.»
نړیوالو بار بار پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې د ښځو حقونه دې ورکړي،خو هغوی د نړۍ غوښتنو او ټېنګارونو خلاف پر خپل دریځ ولاړ دي او ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه په زیاتیدو دي.
غوښتنه دا ده،چې سرپرست حکومت دې په داسې موضوعاتو خپل حکومت نه ننګوي او له نړۍ سره د تقابل پرځای دې د ښه تعامل لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.