Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د لوړو زده کړو وزارت وروستۍ پریکړې د نړیوالو غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/22

له هغه وخت چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی دی، په دې بهانه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي چې ګواکي د پیل لپاره یې پر نوې طرحه کار کیږي.

که څه هم د سرپرست حکومت په لومړیو کې پوهنتونونه هم تړلي ول،چې د نارینه او ښځینه محصیلنو په جلا والي او په جلا ټایمونو کې د زده‌کړو پر مهالویش سره بېرته پيل شو، خو له یوه سمیستر دوام وروسته ځینو پوهنتونونو کې د ښځو لپاره جفت او نارینه‌و لپاره طاق ورځې وټاکل شوې ا و  اوس له نجونو هغه  د درېیو ورځو تګ حق  هم واخېستل شو.

د لوړو زده کړو وزارت پریکړې په کور دننه او نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن بې بنسټه بللې او ویلي یې دي،چې اسلامي امارت په دې ډول کړنو نړیوال مشروعیت نه شي تر لاس کولی او دا چاره به یې بدې پایلې ولري.

بلېنکن زیاته کړې:«امریکا د طالبانو هغه بې بنسټه پریکړه په کلکو ټکو غندي،چې له پوهنتونونو ښځې منع شوې دي، د نجونو پر مخ منځني ښوونځي تړل شوي او افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړتیا د نورو محدودیتونو لګول لا هم دوام لري،چې له امله یې ښځو خپل بشري حقونه او بنسټیزه ازادي له لاسه ورکړې. زده کړې یو بشري حق دی،چې د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات لپاره هم اړینې دي. طالبان تر هغو د نړیوالې ټولنې د مشروع غړیتوب طمعه نه شي کولی،تر څو په افغانستان کې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی ونه کړي. دا پریکړه به د طالبانو لپاره بدې پایلې ولري.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  د سیاسي استازولۍ( یوناما) مرستیال مارکس پوتزل او د بشري همغږیو مشر رامز الاکبروف هم په دې پریکړه خواشینې ښودلې.

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټيفین دوچاریک په خبرپاڼه کې ویلي، سرمنشي انتونیو ګوتېرش  د اسلامي امارت په پریکړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده،چې دا کار به د افغانستان په راتلونکي ناوړه اغیزه وکړي.

هغه زیاته کړې:«د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو په وروستی پریکړه سخت اندیښمن دی،چې له پوهنتونونو یې ښځې او نجونې بندې کړي دي.سرمنشي یو ځل بیا ټینګار کوي،چې له زده کړو انکار نه یوازې د ښځو او نجونو مساوي حقونه تر پښو لاندې کوي،بلکې د هېواد پر راتلونکي به ناوړه اغېز وکړي. سرمنشي له طالب چارواکو غواړي،چې د ښځو او نجونو لپاره په ټولو کچو کې زده کړو ته  د مساوي لاسرسی ډاډ ورکړي.» 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار ادارې د لوړه زده کړو یاده پریکړه له شرمه ډکه او د ښځو د اساسي حقونو نقض پرېکړه یې بللې ده.

یادې ادارې زیاده کړې:« طالبانو پوهنتونونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی دی. دا له شرم ډکه یوه پریکړه ده،چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې حق تر پښو لاندې کوي. طالبان هره ورځ دا په ډاګه کوي،چې د افغانانو اساسي حقونو ته په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی نه کوي.» 

په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي  ریچارډ بنېنېټ هم دې پریکړه ته غبرګون ښودلی او د اسلامي امارت دا کار یې له ټولنې د افغان ښځو د اېستلو دوام بللی او له هغوی یې غوښتي  دي،چې خپله پریکړه بېرته واخلي.

بېنېټ زیاته کړې:« له پوهنتونونو د ښځو او نجونو د منع کولو پریکړه،چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له خوا اعلان شوې، د زده کړو د مساوي حقونو تر پښو لاندې کولو په تړاو یو بل تاوتریخوالی د، چې دا اصل کې له افغان ټولنې د ښځو اېستل دي. زه پر طالبانو غږ کوم،چې ژر تر ژره خپله پریکړه بېرته واخلي.» 

د قطر بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره خواشیني او ناهلي ښو د لې او دا پریکړه یې منفي او د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډ بللی ده. 

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،چې  د دوی هېواد هم یو اسلامي هېواد دی،خو د ښځو ټول حقونه په کې خوندي دي،هغوی له سرپرست حکومت غوښتي،چې پر خپله پریکړه له سره غور وکړي.

 د خبرپاڼې یوه برخه:«قطر د افغانستان د سرپرست حکومت په دې پریکړه،چې نجونې یې تر امرثاني پورې له پوهنتونونو منع کړي، ژوره اندېښنه او ناهلي ښيي. د بهرنیو چارو وزارت ټنګار کوي،چې دا ډول منفي پریکړې به د افغانستان په پرمختګ، اقتصاد او بشري حقونو بدې اغیزې وکړي. قطر د یوه مسلمان هېواد په توګه چېرته،چې ښځې له ټولو حقونو  او په ځانګړي ډول له زده کړو برخمنې دي. د افغانستان په سر پرست حکومت غږ کوي، تر څو په خپله وروستۍ پریکړه له سره غور وکړي.» 

د افغان ښځو او بشر حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري  هم  یو لړ ټویټونو  کې ویلي،چې اسلامي امارت  تر دې دمه د ښځو د محدودیتونو پر سر نږدې ۱۶ فرمانونه خپاره کړي. 

امیري ویلي،چې اسلامي امارت د خپلې لومړې دورې سیاستونو ته  مخه کړې او د فرهنګ او مذهب په نوم خپلې غوښتنې پر خلکو عملي کوي.

امیري زیاته کړې:« د  طالبانو لخوا له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د نجونو او ښځو منع کول او د ښځو او نجونو په نښه کول په دې برخه کې د ۱۶ څخه زیات فرمانونه دا شک لرې کوي،چې دوی د ۹۰ لسیزې سختو پالیسیو ته ستانه  شوي دي. نړۍ باید دا هرڅه ونه مني،چې دا پریکړې یې فرهنګ یا مذهب پورې اړه لري. د افغانستان په تاریخ کې یوازې طالبانو د نجونو د تعلیم منع کولو سیاستونه پلي کړي دي. د نړۍ په هېڅ کوم مسلمان هېواد کې د نجونو له زده کړو انکار نه دی شوی.» 

نړیوالو بار بار پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې د ښځو حقونه دې ورکړي،خو هغوی د نړۍ  غوښتنو او ټېنګارونو خلاف پر خپل دریځ ولاړ دي او ورځ  تر بلې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه په زیاتیدو دي. 

غوښتنه دا ده،چې سرپرست حکومت دې په داسې موضوعاتو خپل حکومت نه ننګوي او له نړۍ سره د تقابل پرځای دې د ښه  تعامل لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist