Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اتونبایوا: اسلامي امارت د داعش او نورو وسله والو ډلو په ځپلو نه دی بریالی شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/22

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ( یوناما) مشرې روزا اتونبایوا د دغه سازمان امنیت شورا غونډې ته دافغانستان په تړاو خپل وړاندې کړي راپور کې ویلي،چې د افغانستان اوسنی حکومت د داعش او نورو وسله‌ والو ډلو په ځپلو کې بریالی نه وه. 

هغې زیاته کړې:« طالبان پر واګو ولکه لري،خو نه دي توانېدلي،چې د ترهګرو ډلو خلاف د ډاډ وړ مبارزه وکړي،په دې وروستیو کې د داعش خراسان څانګه،چې له توند لارې اسلامي دولت نومې ډلې سره تړاو لري، د روسیې او پاکستان په سفارتونو او پرهغه هوټل بریدونه وکړل،چې چینايي وګړي په کې میشت ول.» 

خو د  اسلامي امارت  مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وايي، په تیرو پنځو لسیزو کې دا لومړی ځل دی،چې افغانستان د یوه مرکزي نظام له لوري اداره کیږي او ټول سرحدونه یې تر کنټرول لاندې دي. 

کریمي  ډاډ ورکوي،چې په افغانستان کې هېڅ داسې  ترهګره ډله او تحریک ځای نه لري،چې امنیت وګواښي او له افغانستانه نړۍ ته ګواښ پیښ کړي او په دې برخه کې زیات جدي دي. 

کریمي زیاته کړې:«دلته یو مرکزي نظام رامنځ ته شوی او په ټول هېواد کنټرول لري او د هېواد ټول سرحدونه او قلمرو یې ترخپل کنټرول لاندې دي. دلته هېڅ نوع ډله او تحرک شتون نه لري،چې هغه ثابته نقطه ولري،فزیکي موجودیت دې ولري یا دې نورو ته  ګواښ  متوجه کړي. اسلامي امارت هم په دې برخه کې جدي دی،چې نورو ته د افغانستان له خاورې زیان متوجه نه شي.» 

د یوناما مشرې  روزا اتونبایوا د ښځو کار او زده کړو د حقونو په برخه هم اندیښنه ښودلې او زیاته کړې،چې پر دوی لګېدلي،محدودیتونه د منلو وړ نه دي او په دې برخه کې یې په پرمختګونو ټینګار کړی دی.

 هغې زیاته کړې:« د ښځو حقونو تر پښولاندې کېدل د افغانستان یوه بله ننګونه ده،چې د زده کړو،کار او فردي ازادیو په برخه کې پر افغان مېرمنو د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه دمنلو وړ نه دي.» 

د ملګرو متلونو امنیت شورا ته د راپور وړاندې کولو پرمهال اوتونبایوا دافغانستان ګڼو ولایتونو ته د خپلوسفرونو په تړاو هم مالومات ورکړل،چې په وینا یې افغانان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او  د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاس رسی نه لري. 

اتونبایوا زیاتوي:«څه چې پر ما یې زیات اغیز وکړ،هغه د افغانانو بد مرغۍ وې،چې څومره په بې وزلۍ او بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي،د دغو لېدنو پرمهال ډېرو راته وویل، په سختۍ ژوندي پاتې دي.» 

په غونډه کې د ناورې بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویټفلډ له نړیوالې ټولنې وغوښتل،چې له افغانانو سره بشري مرستې زیاتې کړي،چې په سخت ژمي کې خلک له لوږې او سړې هوا سره مخ دي. 

هویتفلډ  زیاتوي:« افغانان له یوه بل سخت ژمي سره مخ دي، خلک لوږه او ساړه ګالي، د افغانستان دوه پر درې سلنه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري،دا حالت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره ډېر سخت دی.» 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو پر زیاتوالي هم اندیښنه وښوده. 

د یوناما مشرې د افغانستان ټیکاو لپاره د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې مهمې وبللې او زیاته کړه،چې ملګري ملتونه به په دغه برخه کې لاهم خپلې هڅې روانې وساتي. 

روزا اوتونبایوا د بشري مرستو د رسولو په چارو کې د اسلامي امارت کړنې وستایلې او زیاته کړه،چې ځېنې مثبت ټکي هم شته دي،چې اوسنۍ واکمني یې لري،چې پرځېدلي جمهوریت په پرتله د اداري فساد کچه د پام وړ راټیټه شوې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist