په دې وروستیو کې په پاکستان کې ناامنۍ، وسله والې نښتې او هدفي وژنې زیاتې شوي،چې د ډېر پيښو مسوولیت بلوچ ازادي غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان مني.
د پاکستان حکومت او ټي.ټي.پي ترمنځ شوی اوربند هغه مهال مات شو،چې د اسلام اباد له لوري په خبرو کې پرمختګ ونه شو او د ټي.ټي.پي شرایط بابیزه وګڼل شول.
پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:«پاکستاني طالبانو په پاکستان کې او په ځانګړي توګه په خیبرپښتونخوا کې خپل بریدونه زیات کړي دي. له ټي.پي.پي سره شوی اوربند هغه مهال مات شو،چې خبرو کې پرمختګ رانغی او شرایط ونه منل شول او روزانه یو برید کوي.»
بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، دغه ناامني، نښتې او جګړې د فغانستان پر وضعیت هم خپلې منفي اغیزې لرلی شي.
دوی وايي،په پاکستان کې د ټي.ټي.پي وروستي بریدونه د افغانستان پر امنیتي وضعیت او اقتصادي او سیاسي چارو ناوړه اغیز لري.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«په دې وروستیو کې چې پاکستان کې کومې ناخوالې دي، د ترهګرو ډلو د بریدونو زیاتوالی دی، د پاکستان پروړاندې د پاکستاني طالبانو او بلوچانو د خپلواکۍ غږونه دا ټول هغه مسایل دي،چې نه یوازې د افغانستان په امنیتي برخه کې بلکې پر اقتصادي،سیاسي او ټولنیزو مسایلو اغیز لري.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي،ښايي په پاکستان وروستی امنیتي حالت د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتیا له منځه یوسي او تر هغې چې پاکستان موجود وي،د سیمې هېوادونو ته به د ترهګرۍ ګواښونه متوجه وي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« کوم بریدونه چې همدا اوس دوام لري،دا به د پاکستان د تجزیې لامل وګرځي،هغه مهال چې پاکستان تجزیه شي، د سیمې هېوادونه به توانیږي،چې خپل راتلونکی وټاکي او د پاکستان په موجودیت کې به د سیمې هېوادونه راحت نه وي.»
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج بیا په دې اند دی،چې پاکستان نه یوازې د افغانستان په تړاو بلکې ټولې سیمې ته ښه نیت نه لري او په دغه هېواد کې وروستۍ ناامني هم د اسلام اباد د بهرنۍ پالیسۍ یوه برخه ده او دغه هېواد دسیمې پر ګټه نه دی.
معارج زیاتوي:« د پاکستان بهرنی سیاست او ملي ګټو پر اساس یې پاکستان افغانستان ته ښه نیت نه لري،افغانستان کې ثبات او امن نه غواړي،ځکه دا یې پر ګټه نه ده،دا ترهګرې ډلې جوړول دا د پاکستان پاليسي ده او پاکستان داسې هېواد نه دی،چې د سیمې پر ګټه وي.»
د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ په تیرې جون میاشت کې روغه وشوه،چې په پایله کې یې دوه اړخیز اوربند اعلان شو،خو دوه اوونۍ وړاندې ټي.ټي.پي د جګړې او لویو بریدونو اعلان وکړ،چې پاکستان د سولې خبرو کې پرمختګ ته زړه ښه نه کړ او خپلې ژمنې یې ماتې کړې.