Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ پر افغانستان هم اغیزې لرلی شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/12

په دې وروستیو کې په پاکستان کې ناامنۍ، وسله‌ والې نښتې او هدفي وژنې زیاتې شوي،چې د ډېر پيښو مسوولیت بلوچ ازادي غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان مني.

د پاکستان حکومت او ټي.ټي.پي ترمنځ شوی اوربند هغه مهال مات شو،چې د اسلام اباد له لوري په خبرو کې پرمختګ ونه شو او د ټي.ټي.پي شرایط بابیزه وګڼل شول.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:«پاکستاني طالبانو په پاکستان کې او په ځانګړي توګه په خیبرپښتونخوا کې خپل بریدونه زیات کړي دي.  له ټي.پي.پي سره شوی اوربند هغه مهال مات شو،چې خبرو کې پرمختګ رانغی او شرایط ونه منل شول او روزانه یو برید کوي.» 

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، دغه ناامني، نښتې او جګړې د فغانستان پر وضعیت هم خپلې منفي اغیزې لرلی شي.

دوی وايي،په پاکستان کې د ټي.ټي.پي وروستي بریدونه د افغانستان پر امنیتي وضعیت او اقتصادي او سیاسي چارو ناوړه اغیز لري. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«په دې وروستیو کې چې پاکستان کې کومې ناخوالې دي، د ترهګرو ډلو د بریدونو زیاتوالی دی، د پاکستان پروړاندې د پاکستاني طالبانو او بلوچانو د خپلواکۍ غږونه دا ټول هغه مسایل دي،چې نه یوازې د افغانستان په امنیتي برخه کې بلکې پر اقتصادي،سیاسي او ټولنیزو مسایلو اغیز لري.» 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي،ښايي په پاکستان وروستی امنیتي حالت د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتیا له منځه یوسي او تر هغې چې پاکستان موجود وي،د سیمې هېوادونو ته به د ترهګرۍ ګواښونه متوجه وي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« کوم بریدونه چې همدا اوس دوام لري،دا به د پاکستان د تجزیې لامل وګرځي،هغه مهال چې پاکستان تجزیه شي، د سیمې هېوادونه به توانیږي،چې خپل راتلونکی وټاکي او د پاکستان په موجودیت کې به د سیمې هېوادونه راحت نه وي.» 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج بیا په دې اند دی،چې پاکستان نه یوازې  د افغانستان په تړاو بلکې ټولې سیمې ته ښه نیت نه لري او په دغه هېواد کې وروستۍ ناامني هم د اسلام اباد د بهرنۍ پالیسۍ یوه برخه ده او دغه هېواد دسیمې پر ګټه نه دی.

معارج زیاتوي:« د پاکستان بهرنی سیاست او ملي ګټو پر اساس یې پاکستان افغانستان ته ښه نیت نه لري،افغانستان کې ثبات او امن نه غواړي،ځکه دا یې پر ګټه نه ده،دا ترهګرې ډلې جوړول دا د پاکستان پاليسي ده او پاکستان داسې هېواد نه دی،چې  د سیمې پر ګټه وي.»

د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ په تیرې جون میاشت کې روغه وشوه،چې په پایله کې یې دوه اړخیز اوربند اعلان شو،خو دوه اوونۍ وړاندې ټي.ټي.پي د جګړې او لویو بریدونو اعلان وکړ،چې پاکستان د سولې خبرو کې پرمختګ ته زړه ښه نه کړ او خپلې ژمنې یې ماتې کړې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist