Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د  رسنیو ازادۍ نړیوال ایتلاف د افغانستان غړیتوب لغوه اعلان کړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/19

هالنډ او کاناډا،چې د رسنیو ازادۍ نړیوال ایتلاف  دمشرۍ چارې ور ترغاړې دي، پرون یې اعلان وکړ،چې له دې وروسته افغانستان د دې ایتلاف غړیتوب نه لري.

د رسنیو ازادۍ نړیوال ایتلاف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د رسنيو وضعيت  د دې ایتلاف له ژمنو سره همغږی نه دی او له همدې امله ګډې شورا دغه پریکړه کړې ده.

د خبرپاڼې یوه برخه:« دا ښکاره ده،چې افغانستان کې د رسنیو آزادۍ وضعیت نور د دې ایتلاف له نړیوالو ژمنو سره همغږی نه دی. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دوی د رسنیو پر آزادیو محدودیتونه زیات کړي او د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو ژوند یې ګواښلی دی. طالبانو پر خبریالانو بریدونه کړي، نیولي یې دي، شکنجه کړي یې دي او ښځې یې له رسنیو اېستلي دي،چې دا د دې لامل شوی،چې د رسنیو خپلواکي له منځه لاړه شي او د خبریالانو ورځنی‎ ژوند په خطر کې تېر شي.» 

پر کور دننه د ژوناليستانو ملاتړي بنسټونه  د رسنيو د ازادۍ نړيوال ايتلاف ياده پريکړه خواشينونکي او د افغان ژوناليستانو په حق کې ښکاره ظلم بولي او باور لري،چې ياد ايتلاف د دې پريکړې څخه د سياسي فشار په توګه ګټه اخلي.

د افغانستان د ژوناليستانو مرکز د رسنيو د بیان ازادۍ نړيوالي ټولنې انديښنه تائيد کړي او ويلي دي،چې په تير يوه کال کې د خبريالانو او رسنيو کاروکونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي، او زورونې ۲۴۵ پیښې ورسره ثبت دي.

د افغانستان د ژوناليستانو مرکز:« د افغانستان د خبريالانو مرکز په افغانستان کې د بیان ازداۍ وضعيت په اړه د بیان ازادۍ د نړيوال ايتلاف انديښنه منيؤ د افغانستان د ژوناليستانو مرکز د راپور له مخې، د  تير يوه کال په جريان کې د خبريالانو او رسنيو کارونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي او ناسم چلن ۲۴۵ پیښې ثبت شوې دي،چې په کې د نیولو ترڅنګ ،ګواښونه ،ټپي کول او د کارمندانو وژنه په کې شامله ده.» 

د افغانستان د بیان ازادۍ کور هم  یوه خبرپاڼه کې پر يادې پريکړې خواشيني ښودلې  او  د رسنيو او بیان ازادۍ له ټولو ملاتړو سازمانونو یې غوښتي،چې د افغاني رسنيو ملاتړ وکړي او په روان بد وضعيت کې ورسره همکاري وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«  د افغانستان د بیان ازادۍ کور د بیان ازادۍ نړيوال ايتلاف کې د افغانستان دغړيتوب لغوه کولو په پرېکړه خواشينی دی. دا کار ښاييؤچې په افغانستان کې د بیان او رسنيو ازادۍ وضعيت خراب او محدود کړي. د بیان ازادۍ له کوره د نړيوالو سازمانونو او هېوادونو چې د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي،غوښتنه کوو،چې د افغانستان د رسنيو اوسنی بد حالت هېر نه کړي او له افغان رسنيو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي. افغانۍ رسنۍ په اوس وخت کې بد حالت تجربه کوي.»

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د ملاتړ له نړیوال ایتلاف څخه د افغانستان غړیتوب د ایستلو پرېکړه غندلې او دا یو اړخیز عمل د افغانستان له واقعیتونو  ناخبري بولي.

یاد وزارت زیاته کړې:« نړیواله ټولنه باید د افغانستان واقعیتونه درک کړي. ددوی دغه کړنه له حقایقو سره په ټکر کې او د خواشینۍ وړ ده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د بیان له ازادۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او له رسنیو او د رسنیو د ملاتړ نړیوال ایتلاف دې په خپله وروستۍ پرېکړه له سره غور وکړي.» 

د رسنيو د ازداۍ نړيوال ايتلاف په ۲۱۰۹ زېږدیز کال د نړۍ د شپږو لويو وچو هېوادونو د ګډون په نتيجه کې رامنځته شوی دی، چې اوسمهال ۵۰ غړي هېوادونه لري.

 د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د جنورۍ په مياشت کې افغانستان د ياد ايتلاف غړی شوؤچې له څه کم دوه کاله غړیتوب وروسته پرون د ياد سازمان له غړيتوبه بېرته واېستل شو.

د اسلامي امارات واک ته له رسيدو وروسته ۲۲۲ غږيزي او انځوريزي رسنۍ تړل شوي،چې وروستۍ هغه يې د کابل نيوز تلویزیون او په پکتیا کې دوه راډیوګانې دي،چې د اقتصادي ستونزو له امله يې فعاليت بند کړ.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist