Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې د امریکا پر ځای ایران ته مخه وکړه

اروپايي کمېسیون: د افغانانو په ګډون نړۍ کې ۲۰۵ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/17

د جي ۲۰ یا د نړۍ د لومړي صنعت لرونکو هېوادونو ناسته کې،چې ډېر بحثونه په ‌کې د نړۍ پر فقر، بې وزلۍ او اقلیمي بدلونونو وشو، د افغانستان او نورو بې وزله هېوادونو په تړاو په ‌کې ځانګړې خبرې نه دې شوي.

اروپایي کمېسیون،چې د جي‌۲۰ ناستې یوه برخه دی، د ناستې له پیل وړاندې یې د افغانستان په ګډون د ځینو شاته پاتې هېوادونو پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې.

د یاد کمېسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۵هېوادونو وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او د بشري مرستو د یوې کڅوړې اعلان یې هم کړی،چې د سیمه ییز کړکېچ او فقر په لمنځه وړلو کې به د پام وړ مرسته وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«اروپایي کمېسیون له هغو ملتونو سره د ملاتړ لپاره یو بل ګام اخلي،چې په نړیواله کچه دې وروستیو کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. زموږ د بشري مرستو د ۲۱۰ میلیونه یورو نوې کڅوړه به هغو ۱۵ هېوادونو ته ورکړل شي،چې ډېره اړتیا ورته لري. افغانستان، نایجریا، سومالیا، سویلي سوډان او ایتوپیا هغه هېوادونه دي،چې د قحطۍ له یوه ستر ګواښ سره مخ دي.»

خبرپاڼه کې ویل شوي،چې شااوخوا ۲۴ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو او ژمنیو توکو ته اړتیا لري او د ۲۱۰ میلیونه یورو مرستې څخه یې ۷۵ میلیونه یورو افغانستان کې د سیمه ییز کړکیچ او د بې وزلۍ د له‌منځه وړلو لپاره ځانګړې کړې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« له اعلان شوې کڅوړې ۷۵ میلیونه یورو افغانستان ته ځانګړي شوي،چې په دې سره به دغه هېواد کې سیمه ‌ییز کړکېچ او د خواراکي توکو د خوندیتوب وضعیت ته رسېدنه وشي. د اټکل له مخې، نږدې ۲۴ میلیونه افغانان،چې ډېری د وروستیو طبعیي پیښو له خوا اغیزمن شوي، بشري مرستو او ژمنیو توکو ته زیاته اړتیا لري.»

له تیرو ۱۵ میاشتو راهیسې ګڼو بهرنیو هېوادونو له افغانستان سره د بې وزلۍ له منځه وړلو په موخه په میلیونونه ډالر او یورو بشرې مرستې وکړې،خو د تیر پرتله یې په اړه اندېښنې ورځ بلې ډیريږي او د فقر کچه کې کموالی نه دی راغلی.

دا چې د بهرنیانو مرستې به تر کومه داسې دوام وکړي، څرګنده نه ده،خو ښايي، دایمي نه وي، نو که یادې مرستې د ورځني ژوند د ستونزو د رفع کولو پر ځای پر اساسي او لویو پروژو مصرف شي او پانګونه پرې وشي،نو ګڼې اقتصادي ستونزې به پرې حل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist