Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چین به طالبان د سیاسي ځواک په توګه وپيژني

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/23

چین وايي، دوی به طالبان د سیاسي ځواک په توګه وپيژني.

د چین سفیر ویلي طالبانو ته باید اجازه ورکړل شي چې د افغانستان په سیاسي حل کې سیاسي رول ولوبوي.

بلخوا د افغانستان د سولې شورا د دارالانشا رییس عمر داودزی نن چین ته رسیدلی او د سفر یوه موخه یې دا ده چې افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته کینوي.

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د ګرمو خبرو را دیخوا د افغانستان د سولې شورا بیا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لپاره د سیمې په هېوادونو تکیه زیاته کړې.

خو تازه په پاکستان کې د چین سفیر ویلي چې دوی به طالبان د سیاسي ځواک په توګه وپيژني.

په پاکستان کې د چین سفیر یو جینګ داسې ویلي (( چين به طالبان د یوه سياسي ځواک په توګه و پېژني ځکه ، چې هغوی اوس د افغان سياسي پروسې يوه برخه ده او هغوی یو شمېر سياسي اندېښنې لري. هغوی ته باید اجازه ورکړل شي ، چې د افغانستان په سياسي حل کې قانوني رول ولوبوي.))

سفیر دغه راز زیاته کړې چې دوی په طالبانو فشار راوستی چې د سولې په پروسه کې ور ګډ شي.

یو جینګ داسې ویلي (( که ممکنه وي چين کولی شي په طالبانو فشار راوړي ترڅو د سولې پروسه کې ور ګډ شي. افغانان له تېرو ۴۰ کلونو د جګړې قرباني دي هغوی حق لري ،چې سوله او ټيکاو کې ژوند وکړي.))

سولې عالي شورا او په ټوله کې افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې طالبان له دوی سره مخامخ خبرو ته کیني.

داودزي له پاکستاني چارواکو سره هم په دې اړه خبرې کړې وې تر څو طالبان له دوی سره مخامخ خبرو ته کینوي خو پاکستان د تېر په څېر په دې برخه کې هم ژمنه کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist