Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ هېوادونو اندېښنې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/08

واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته د بېلابېلو اندیښنو له امله د افغانستان په اړه ګاونډیو او نړیوالو ګڼې ناستې کړې دي.

په دغو ناستو کې داسې مهال د افغانستان په اړه خبرې شوي،چې د نړیوالو د اندېښنو د ځواب لپاره د سفر له بندیزونو وروسته د اسلامي امارت کوم چارواکي ګډون نه دی کړی.

د افغانستان د نږدې ګاونډي هېواد چین ستره او اساسي اندېښنه د ترهګرۍ شتون او د ترهګرو د فعالیت زیاتوالی دی. 

چین وایي،افغانستان کې ترهګر لا هم پراخ  فعالیت لري او د له منځه وړلو لپاره یې باید د نړۍ سترې ادارې لاس په کار شي.

د چین اساسي غوښتنه او اندېښنه:« ملګرو ملتونو او د شانګهای همکاریو سازمان په څیر سترې ادارې باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له طالبان سره پر ګډه کار وکړي. طالبان دې له ترهګرو ډلو ځان لرې وساتي او د دوی پر وړاندې دې جګړه کې برخه واخلي.» 

بل خوا دوه نور ګاونډي هېوادونه ایران او تاجکستان د پولو د امنیت په اړه اندېښنې لري او د داسې حکومت د جوړولو غوښتنه کوي،چې ټول افغان قومونه په کې ځان وویني.

د ایران اساسي غوښتنه:« د طالبانو حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د خپلو پولو په اوږدو کې د امنیت د تامین او د افغانانو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري. په ورته مهال طالبان باید یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.» 

د تاجکستان اساسي غوښتنه او اندېښنه:« د طالبان دولت په زور واک ته رسیدلې او تر هغې چې د ټولو افغانانو نظرونه په نظر کې ونه نیسي په رسمیت یې نه پیژني. طالبان باید یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي. زرګونه ترهګرو د افغانستان شمال کې د تاجکستان پولو ته نږدې فعالیت پیل کړی دی.» 

پاکستان او ازبکستان دوه نور هغه ګاونډي هېوادونه دي،چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د امن په لټه کې دي.

پاکستان د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لیوالتیا لري او ازبکستان بیا د انزوا د مخنیوي غوښتنه لري.

د پاکستان اساسي غوښتنه:« د افغانستان د اقتصادي ظرفیت د لوړولو په برخه کې نړیوالې هڅې اړینې دي،چې له مخې به یې افغانستان په ښه توګه په سیمه ییزه سوداګرۍ کې مدغم شي.» 

د ازبکستان غوښتنه:« له انزوا د افغانستان د مخنیوي په موخه د پراخه اړیکو لپاره د یو ډول ستراتیژۍ رامنځته کول اړین دي.» 

د سیمې د هېوادونو تر څنګ د نړۍ نورو هېوادونو بار بار د یوه ټول ګډونه حکومت غوښتنه کړې او پر سرپرست حکومت یې غږ کړی دی،چې د ښځو حقونه دې ورکړې او د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیزي.

د نړیوالو ګډې اساسي غوښتنې:« طالبان دي ټول ګډونه حکومت جوړ کړي، د نجونو پر مخ دي د ښوونځيو دروازې پرانیزي، ښځو ته دې سیاسي او ټولنیز ژوند کې ونډه ورکړي.افغانستان د ترهګرو په امن پټن ځای بدل شوی،باید له ترهګرو سره مبارزه غښتلې شي، لږکیو ته دې حکومت کې سیاسي ونډه ورکړل شي او پر وړاندې دې د بریدونو مخه ونیول شي.» 

د افغانستان په تړاو یادې اندېښنې نړیوالو ناستو کې څو ځله راپورته شوې او اسلامي امارت هم بې بنسټه او له حقیقت لرې بللې دي،خو دا چې دغو ناستو کې له افغانستانه کوم استازي د ګډون حق نه درلود او داسې کوم څوک به نه وو،چې د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووایي نو ځکه د دوی اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

اوس غوښتنه دا ده،چې سرپرست حکومت دې د خپل مشروعیت لپاره هڅې ګړندۍ کړي او د نړې اندېښنې دې ساده نه ګڼي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist