Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ځینې ادارو کې برښنايي تذکرې نه منل کېږي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/23

په ځینو دولتي ادارو کې برښنايي تذکرې قصدي نه منل کېږي او له مراجعینو کاغذي تذکرې غوښتل کېږي.

له اوږده جنجال وروسته برښنایي تذکرې ومنل شوې او دا پروسه رسما له ارګ څخه د ولسمشر د تذکرې په اخیستو پيل شوه، خو تراوسه دا پروسه له کابل څخه ولایتونو ته نه ده غځیدلې.

سره له دې چې په دې تړاو ټول قانوني خنډونه له منځه تللي، خو لا هم ځینو ادارو کې دا تذکرې نه منل کیږي.

ځینو ادارو کې برښنایي تذکره په قصدي ډول نه منل کیږي او له مراجعینو د کاغذي تذکرو غوښتنه کیږي.

د عامو خلکو تر څنګ د مشرانو جرګې ځینو غړو هم لیدلي چې د برښنایي تذکرې پر ځای ترې کاغذي تذکره غوښتل شوې.

د برښنایي تذکرو اداره بیا خبرداری ورکوي چې له ټولو هغو کسانو سره به جدي چلند وشي چې برښنایي تذکره په ادارو کې نه مني.

د مشرانو جرګې غړي جمعه دین ګیانوال سره هم همدا شان چلند شوی دی او په دې تړاو ورته ځینو کسانو شکایتونه هم کړي دي.

اوس د برښنايي تذکرو خبرداری ورکوي چې ټولو هغو کسانو سره به جدي چلند وشي، چې برښنایي تذکرې نه مني او یا ورته په ادارو کې سپک ګوري.

اوس ولایتونو کې خلک په تمه دي چې برښنایي تذکرې واخلي، خو د تذکرو اداره نه ده توانیدلې چې دا پروسه ولایتونو ته وغځوي.

ځینې یې لامل سیاسي جنجالونه او مصلحت بولي، خو د تذکرو اداره وايي، پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو حکومت مصروف کړی چې دا پروسه ورسره ټکنۍ ده.

د برښنایي تذکرو د ویش پيل څخه نهه میاشتې اوړي او په هره میاشت کې په اوسط ډول لس زره کسانو تذکرې اخیستي، خو دا تذکرې یواځې کابل کې اخیستل شوي او ولایتونو کې دا پروسه نه ده پيل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist