د امریکا ولسمشر جو بايډن د امریکايي پوځي مارک فریرکس تبادله کې د بشر نورزي ازادول یوه سخته پرېکړه بللې او دا یې یو مجبوریت ګڼلی دی.
اوس پوښتنه داده،چې ریښتیا هم د بشر نورزي او امریکايي پوځي مارک فریرکس تبادله به د کابل او واشنګټن داړیکو دټینګښت لپاره نوې لار خلاصه کړي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د بشر نورزي راخوشې کېدو د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو یو نوی پړاو رامنځ ته کړی،چې باید له دغه فرصته ګټه واخېستل شي او له امریکا او نړۍ سره د سیاسي اړیکو د ټینګښت لپاره د خبرو لار پرانیزي.
دوی وايي، اسلامي امارت باید د خپل ولس لپاره له پوره انعطاف کار واخلي او له امریکا سره مستقیمې خبرې پیل کړي،چې د افغانستان د رسمیت نه پیژندنې ستونزه حل شي.
پخوانی سناتور هاشم الکوزی وايي:« د حاجي بشر نورزي راخوشې کېدو له امریکا سره د سولې او خبرو یو پړاو رامنځ ته کړی دی او دغه فرصت باید له لاس ورنه کړي. په دې هکله باید له امریکایانو سره مستقیمې خبرې وشي،چې د افغانستان نوی نظام نړۍ ته رسمیت پیدا کړي او طالبان انعطاف وښي، او له امریکا سره مستقیمې خبرې پیل کړي.»
ځینې نور بیا وايي، بشر نوروزي د طالبانو په منځ کې له درناوي برخمن دی او هیله دا ده،چې وشي کولای له خپل نفوذه کار واخلي، د نجونو ښوونځيو پرانېستلو کې خپل رول ولوبوي او د افغانستان د اوسني حکومت د نړیوالو اړیکو د سمون لپاره کار وکړي،