Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د بندیانو تبادلې د خبرو نوی پړاو رامنځ ته کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/21

د امریکا ولسمشر جو بايډن د امریکايي پوځي مارک فریرکس تبادله کې د بشر نورزي ازادول یوه سخته پرېکړه بللې او دا یې یو مجبوریت ګڼلی دی. 

اوس پوښتنه داده،چې ریښتیا هم  د بشر نورزي او امریکايي پوځي مارک فریرکس تبادله به د کابل او واشنګټن داړیکو دټینګښت لپاره نوې لار خلاصه کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د بشر نورزي راخوشې کېدو د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو یو نوی  پړاو رامنځ ته کړی،چې باید له دغه فرصته ګټه واخېستل شي او له امریکا او نړۍ سره د سیاسي اړیکو د ټینګښت لپاره د خبرو لار پرانیزي. 

دوی وايي، اسلامي امارت باید د خپل ولس لپاره له پوره انعطاف کار واخلي او له امریکا سره مستقیمې خبرې پیل کړي،چې د افغانستان د رسمیت نه پیژندنې ستونزه حل شي.

پخوانی سناتور هاشم الکوزی وايي:« د حاجي بشر نورزي راخوشې کېدو له امریکا سره د سولې او خبرو یو پړاو رامنځ ته کړی دی او دغه فرصت باید له لاس ورنه کړي. په دې هکله باید له امریکایانو سره مستقیمې خبرې وشي،چې د افغانستان نوی نظام نړۍ ته رسمیت پیدا کړي او طالبان انعطاف وښي، او له امریکا سره مستقیمې خبرې پیل کړي.» 

ځینې نور بیا وايي، بشر نوروزي د طالبانو په منځ کې له درناوي برخمن  دی او هیله دا ده،چې وشي کولای له خپل نفوذه کار واخلي، د نجونو ښوونځيو پرانېستلو کې خپل رول ولوبوي او د افغانستان د اوسني حکومت د نړیوالو اړیکو د سمون لپاره کار وکړي، 

د سیاسي چارو کارپوه  حکمت الله حکمت وايي:«هېله داده،چې حاجي بشر نوروزی،چې  د طالبانو په منځ کې له درناوي برخمن دی وکولی شي،چې د نجونو ښوونځیو په خلاصولو کې په افغانستان کې د ملي حاکمیت په رامنځ ته کولو کې او داسلامي امارت د نړیوالو اړیکو د سمون لپاره ډېر ژر لاس په کار شي.» 

بشر نورزی  له هغو کسانو یادیږي،چې ۲۰ کاله وړاندې یې د تیر اسلامي امارت د جګړې۶۰  سلنه لګښت په یوازې ځان ورکاوه او هغه مهال چې اسلامي امارت رانسکور شو، نوروزي د امریکایانو له لوري په امریکا کې ونیول شو، ۱۷نیم کاله یې زندان کې تیر کړل او محکمې په عمري بند محکوم کړی و،چې د دوشنبې په ورځ د مارک فریرکس امریکايي پوځي، چې له تیرو دوه کلونو له اسلامي امارت سره بندي وو ازاد کړل شو.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist