Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پوهنې سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو پر کوردننه او بهرغبرګونونه پارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/13

په سویل پکتیا ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بېرته بندولو او د پوهنې سرپرست وزیر څرګندونو د ښځو حقونو فعالانې اندېښمنې کړي دي.

 د پوهنې وزارت سرپرست  وړمه ورځ ویلي ول،چې د لرو پرتو سیمو خلک خپلې لوڼې د کلتوري ستونزو له امله نه غواړي،ښوونځیو ته ولېږي،چې دغه څرګندونې پر کوردننه او بهر پراخ غبرګونونه له ځانه سره لري.

د افغان نجونو،ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري غوښتي،چې د نجونو او افغان ښځو پر وړاندې باید محدودیتونه نور لرې شي.

هغې زیاته کړې:« د  دغې ظالمانه او ویجاړونکې پالیسۍ لپاره نه کلتوري، نه مذهبي او نه هم منطقي توجیه شته دی. دا یو بدبینانه سیاست دی،چې یوازې افغان نجونې ناهیلې کوي او افغانستان بې وزلۍ او ناامېدۍ لور ته وړي.» 

د یوناما مرستیال او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

کرزي زیاته کړې:« د یوناما له مرستیال مارکس پوټزل سره مې د سیمې او افغانستان حالاتو ترڅنګ په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه خبرې وکړې. دواړو خواوو له شپږم ټولګي پورته  د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو پرانېستلو باندې ټینګار وکړ.» 

ښځینه فعالانې وايي،افغانستان په هیڅ سیمه کې کلتوري ستونزې د نجونو د زده کړو مخنیوی نه دی کړی او ښکاره بېلګه یې پکتیا کې د پکتیاوالو نجونو لاریون وو،چې د خپلو د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه یې وکړه.

سیاسي فعاله ډېوه پتنګ وايي:«په افغانستان کې دا کولتور نه دی،چې خلک خپلې لوڼې پرېنږدي،چې زده کړې وکړي. هغوی ( افغانان) ټول غواړي،چې نجونې او هلکان یې زده کړې وکړي. په پکتیا کې موږ او تاسو د دې شاهدان یو،چې نجونې سړکونو ته راوتلې،ترڅو له خپل د زده کړو حق له حکومته وغواړي.» 

بلخوا ځینې نورې ښځینه فعالانې بیا وايي، که اسلامي امارت غواړي،  د کورني مشروعیت ترڅنګ نړیوالې رسمیت پېژندنې ته لاره هواره کړي، د ښځو پر وړاندې دې محدویتونه لیرې کړي او د  نجونو ښوونځي دې پرانیزي.

له یوه کال راپدیخوا د افغانو نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه کیږي،خو د یوه کال په تیریدو سرپرست حکومت ونه توانیده،چې ټول ښوونځي پرانیزي. 

د اسلامي امارت مسوولینو د جلا جلا دریځونو په وړاندې کولو سره دغه غوښتنې ځواب کړي، چې تازه د پوهنې سرپرست وزیر دغه مسله کلتوري ستونزه یاده کړې،چې خبرو یې په پراخه کچه غبرګونونه راپورته کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist