امریکایانو ویلي، افغانستان کې یې کار پای ته نه دی رسېدلی او ترهګرۍ سره مبارزه به دوام لري.
د اسلامي امارت مالومات دا دي،چې افغانستان ته ډرون د پاکستان له لارې ننوځي او دغه هېواد اړ دی،چې مخه یې ونیسي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد ټلوېزیون سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل،سم لاسي غواړي په دې اړه د خبرو له لارې دا ستونزه حل کړي.
هغه زیاته کړه:« تر اوسه پورې خو موږ پر خبرو باندې باور لرو،چې دا موضوع د خبرو او تفاهم له لارې حل شي. موږ پوهېږو،چې پاکستان کېدای شي داسې ونه غواړي، هغه فشارونه چې پر لګول شوي دي، د هغو مخنیوي توان به لري، ځکه خپلې خاورې او فضاء ساتنه هر هېواد کولای شي، باید دا کار وکړي،چې ګاونډیو ته درې زیان ونه رسېږي. »
تراوسه پورې په دې اړه نه له امریکا متحده ایالاتو او نه هم پاکستان سره خبرې پیل شوي، خو د کابل په هوایي حریم د ډرون ګزمې حیرانونکي دي او اسلامي امارت یې پر وړاندې څه نه شي کولای.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، رادار امریکا له منځه وړی او داسې کومه وسله هم نه شته دی،چې هوا کې ډرون پرې په نښه شي.
د دوی پر وینا،امریکا هڅه کوي،افغانستان تر خپل څار او اغیز لاندې وساتي.
د سیاسي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي:« ملګري ملتونه زموږ غږ نه اوري، هغه وايي، زه تا پر رسمیت نه پېژنم، ته څوکه یې؟ نړۍ مو پر رسمیت نه پېژني. له موږ سره یوه لاره پاتې ده،که چېرې موږ جرائت وکړو، د شانګهای همکاریو سازمان اعتبار ترلاسه کړو، یوې او بلې خوا لاړ نه شو او ټېنګ ورسره درېږو. بیا د شانګهای همکاریو سازمان،چې په راس کې چین او روسیه دي، د هغوی پر ملاتړ موږ کولای شو، دا ټولې ناخوالې حل کړو.»
امریکا په خلیج هېوادونو کې هم اډې لري،چې د پاکستان د خاورې په کارولو افغانستان ته راننوځي او خپله موخه په نښه کوي.
ځینې نور بیا وايي، امریکا هڅه کوي، له پاکستان سره په دې تړاو هوکړې ته ورسیږي،چې خپله خاوره کې بیا امریکا ته پوځي اډې ورکړي.
اوس به ولیدل شي،چې اسلامي امارت دا مسله له امریکا او بیا پاکستان سره څه ډول حل کوي،خو تحلیل دا دی،که د افغانستان هوایي فضاء د امریکا له لوري استفاده شي،دا به نورو هېوادونو ته هم د دې چانس ورکړي،چې افغانستان کې خپلې موخې پر نښه کړي.
تر دې وړاندې پاکستان هم د افغانستان هوایي حریم نقض کړی وه.