Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: پاکستان باید خپله خاوره کې د امریکا د ډرون مخه ونیسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/05

د اسلامي امارت د پرلپسې غوښتنو وروسته اوس هم د کابل او یو شمېر ولایتونو په هوایي فضاء د امریکا ډ‌رون الوتکې ګزمې کوي.

امریکایانو ویلي، افغانستان کې یې کار پای ته نه دی رسېدلی او ترهګرۍ سره مبارزه به دوام لري.

د اسلامي امارت مالومات دا دي،چې افغانستان ته ډرون د پاکستان له لارې ننوځي او دغه هېواد اړ دی،چې مخه یې ونیسي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد ټلوېزیون سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل،سم لاسي غواړي په دې اړه د خبرو له لارې دا ستونزه حل کړي.

هغه زیاته کړه:« تر اوسه پورې خو موږ پر خبرو باندې باور لرو،چې دا موضوع د خبرو او تفاهم له لارې حل شي. موږ پوهېږو،چې پاکستان کېدای شي داسې ونه غواړي، هغه فشارونه چې پر لګول شوي دي، د هغو مخنیوي توان به لري، ځکه خپلې خاورې او فضاء ساتنه هر هېواد کولای شي، باید دا کار وکړي،چې ګاونډیو ته درې زیان ونه رسېږي. »

تراوسه پورې په دې اړه نه له امریکا متحده ایالاتو او نه هم پاکستان سره خبرې پیل شوي، خو د کابل په هوایي حریم د ډرون ګزمې حیرانونکي دي او اسلامي امارت یې پر وړاندې څه نه شي کولای.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، رادار امریکا له منځه وړی او داسې کومه وسله هم نه شته دی،چې هوا کې ډرون پرې په نښه شي.

د دوی پر وینا،امریکا هڅه کوي،افغانستان تر خپل څار او اغیز لاندې وساتي.

د سیاسي چارو کارپوه  جنرال عبدالواحد طاقت وايي:« ملګري ملتونه زموږ غږ نه اوري، هغه وايي، زه تا پر رسمیت نه پېژنم، ته څوکه یې؟ نړۍ مو پر رسمیت نه پېژني. له موږ سره یوه لاره پاتې ده،که چېرې موږ جرائت وکړو، د شانګهای همکاریو سازمان اعتبار ترلاسه کړو، یوې او بلې خوا لاړ نه شو او ټېنګ ورسره درېږو. بیا د شانګهای همکاریو سازمان،چې په راس کې چین او روسیه دي، د هغوی پر ملاتړ موږ کولای شو، دا ټولې ناخوالې حل کړو.» 

امریکا په خلیج هېوادونو کې هم اډې لري،چې د پاکستان د خاورې په کارولو افغانستان ته راننوځي او خپله موخه په نښه کوي.

ځینې نور بیا وايي، امریکا هڅه کوي، له پاکستان سره په دې تړاو هوکړې ته ورسیږي،چې خپله خاوره کې بیا امریکا ته پوځي اډې ورکړي.

اوس به ولیدل شي،چې اسلامي امارت دا مسله له امریکا او بیا پاکستان سره څه ډول حل کوي،خو تحلیل دا دی،که د افغانستان هوایي فضاء د امریکا له لوري استفاده شي،دا به نورو هېوادونو ته هم د دې چانس ورکړي،چې افغانستان کې خپلې موخې پر نښه کړي.

تر دې وړاندې پاکستان هم د افغانستان هوایي حریم نقض کړی وه. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist