Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: پرافغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې بندیزونو دوام د ترهګرۍ ودې سره مرسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/25

راتلونکې اوونۍ له افغانستانه د امریکایانو د وتلو یو کال پوره کېږي،خو لودیځ تر اوسه پورې د افغانستان له اړخه د خوندیتوب احساس نه کوي او د ترهګرۍ له ودې په اندېښنه کې دي.

دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې،چې امریکا د اګیست میاشتې په دویمه نیټه کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو ادعا وکړه.

 امریکا او نړیوالې ټولنې د فشار په توګه له تیر یوه کال راپه دې خوا د افغانستان پر اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي بندیزونه لګولي دي،د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر یې کنګل کړي او ګڼ لوړپوړي طالب مشران یې په تور لیست کې ساتلي دي.

د سیاسي چارو شنونکي دغه ډول فشارونه نامناسب بولي او په باور یې بندیزونه پخپله د ترهګرۍ ودې ته لارپرانیزي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:«نړۍ او په ځانګړي ډول زبرځواک هېوادونو سړه جګړه بیا روانه ده او دوی په شدت سره یو بل ته بهانې  نیسي او موږ نه غواړو،چې زموږ ګران هېواد  او خلک  د دوی د نیابتي جګړې یو ځل بیا ښکار شي.» 

د امریکا پخواني جنرالان،چې دلته یې ماموریت کړی،لودیځو رسنیو ته ویلي، له افغانستانه وتل یې تېروتنه ده او ډاډه نه دي،چې دوی به راتلونکې کې خوندي اوسي.

د ناټو پخوانی سرمنشي اندروس فوګ راسموسن پر خپله ټویټر پاڼه لیکي، افغانستان کې باید د  اسلامي امارت ضد ډلو ملاتړ وشي.

راسموسن زیاته کړې:«نړۍ افغانستان نه شي هیرولای. لویدیځ حکومتونه باید د اسلامي امارت د ظلمونو او ځورونې ډک حاکمیت پر وړاندې د جګړه کوونکو مخالفینو ملاتړ وکړي.» 

تراوسه پورې کومې ډلې اسلامي امارت تر خپل فشارلاندې نه دی نیولی،خو کله کله د داعش بریدونه یوه نیمه ننګونه رامنځ ته کوي،چې د بریدونو موخه یې افغانستان کې ولسي خلک وي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد رادمنیش بیا وايي، د امریکا او نړیوالې ټولنې اوسني فشارونه سیاسي موخې لري.

امریکا هڅه کوي،په افغانستان کې د داعش او القاعدې په تړاو له اسلامي امارت سره یو ډول هوکړه ولري،خو اسلامي امارت بیا ویلي،دوی د وسله والو ډلو د ماتولو وړتیا لري او نه پرېږدي،چې افغانستان خاوره د چا پرضد وکارول شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist