Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې یو ځوان د خپل کلي لسګونه ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/23

د کندهار ښار اوومې حوزې اړوند سیمه کې د عبدالنافع افتاب په نوم يو ځوان د خپل کلي  څه باندې ۸۰ هلکانو او نجونو ته د شپې له خوا د عصري زده کړو زمینه برابره کړې ده.

افتاب وايي، موخه یې له خپل کلي د بېسوادۍ له منځه وړل او له عصري زد کړو د بې برخو ماشومانو روزل دي.

دغه راز افتاب وايي، د خپل کلي ماشومانو د روزلو لړۍ يې ځکه پېل کړه،چې په سيمه کې يې ښوونځی نشته او ماشومان یې له زده کړو بې برخې ول.

هغه د ورځي کار او د شپې له لوري په  خپل اضافي وخت  کې د خپل کلي ماشومانو په روزنه تېروي.

افتاب زیاتوي:«دلته مې د ماښام له لمانځه وروسته داسې یو صنف فعاله کړی،ترڅو په کلي کې بیسواي له منځه یوسو. دغه شاګردان که نجوني دي او که هلکان، دا په کوڅو کې ګرځي.» 

د زده کړو په دغه کليوالي مرکز کې د هېواد د تعلمي نصاب اړوند د ښوونځی د لومړنۍ دورې درسي مواد تدرس کيږي.

هغه ماشومان چې د شپې له لخوا دلته تر شنه اسمان لاندې د سختي ګرمۍ، دوړو او باد په شتون کې زده کړې کوي،په خپله سيمه کې د ښوونځي د جوړېدو او نورو زده کړو غوښتنه کوي.

د یاد ښوونیز مرکز یوه زده کوونکې مزلفه وايي:« موږ غواړو،چې دلته مکتب جوړ شي. موږ غواړو،چې پر مخ ولاړ شو، درس ووای، که دوړې وي که باد و. موږ غواړ، چې مکتب جوړ شي، چې یو څه پر مخ ولاړ شو.» 

د یاد ښوونیز مرکز یو بل زده کوونکی محمد یوسف بیا وايي:«ځکه موږ دلته یو مکتب غواړو. موږ په یوه مسجد کې سره راټول شوي یو،خپل درسونه وایو. دلته دوړې دي، ګرمي ده.»

د سيمي اوسېدونکي بيا د بېسوادۍ په لمنځه وړلو کې دا ډول هڅي ګټورې بولي،خو له مسوولينو غواړي،چې د دا ډول هڅو ملاتړ وکړي.

د کندهار ۱۵ حوزې یو تن اوسېدونکی عبدالقاهر وايي:« موږ له دولته غوښتنه کوو، یا له هغو  خلکو څخه توانمندي لري، چې له  موږ سره مرسته وکړي.»

که څه هم د کندهار په ښار او ولسوالیو کې تر درې سوه پوري ښوونځي شتون لري خو لاهم ځيني داسي سيمي شته دي،چې په کې هیڅ ښوونځی نشته دی  او ماشومان یې له زده کړو بې برخي پاته دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist