Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې یو ځل  بیا سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/23

په سوېل کې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز، احمد ابا، زرمت ، سیدکرم او جاني خیلو ولسوالیو کې سیلابونو یو ځل بیا خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

ګردیز،زرمت او احمد ابا ولسوالیو کې د نورو زیانونو تر څنګ سېلابونو ګن کورونه هم  ویجاړ کړي دي .

د احمد ابا ولسوالۍ یو تن اوسېد ونکی وايي:« د ماښام له اذان وروسته، اوبه راغلې، تر سهاره پورې د سېلاب اوبو دوام وکړ. تر سهار مو هېڅ خوب نه دی کړی. د کور خونې مو تاسو هم  ولېدلې،چې ټولې لوېدلي دي.» 

د مرکز ګردیز یو تن اوسېدونکی بیا وايي:« زموږ د کورونو خونې سېلابونو ټولې له کاره اېستلي دي. ماشومان مو  له کوره اېستلي دي او خیمه کې ژوند کوي.»  

سیلاب ځپلې کورنۍ وایي،کورونه او کروندې یې اوبو وړي او سرپناه او د خوراک لپاره څه نه لري. 

په ورته وخت کې دوی له اسلامي امارته  او مرستندویه بنسټونو د خوراکي توکو او سرپنا غوښتنه کوي. 

د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« له حکومته او خیریه بنسټونو مو غوښتنه دا ده،چې له موږ سره مرستې وکړي. که مرستې وشي، موږ به بېرته کورونه پرې جوړ کړو.»  

د یاد ولایت پیښو ته د رسېدو چارو ریاست مشر نثار احمد نجات وایي، د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو مالومولو لپاره سیمې ته د سروې ټیمونه یې استولي او وروسته به له اړمنو کورنیو سره مرستې وي. 

نجات زیاتوي:« ځینو سېمو کې کورونه وېجاړ شوي دي. سېلابونو خلکو ته په بېلابېلو برخو کې یې  زیانونه اړولي دي.» 

د مالوماتو له مخې،له تیرې یوه نیمې میاشتې راهیسې د سېلابونو له کبله په پکتیا کې ۱۲ کسان مړه او ۱۴ ژوبل دي،د استوګنې شپږ سوه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم تخریب شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist