Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاولز: د ا.ا.ا سره ځکه مخامخ خبرې نه شو کولای چې ځنیې غړي یې د امنیت شورا تور لیست کې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/23

په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر ارنوت پاولز له شمشاد سره په ځانګړي مرکه کې ویلي، پر افغانستان د اسلامي امارت واکمن کېدل یو لوی بدلون و،هغه بدلون چې نړیوال او خپله طالبانو یې هم دومره نژدې وخت کې تمه نه لرله.

پاولز چې افغانستان کې یې ماموریت نژدې ورځو کې پوره کېږي، ویلي،اسلامي امارت سره اروپايي ټولنه ځکه مخامخ خبرې نه شي کولای،چې ځینې چارواکي يې د امنیت شورا په تور لیست کې دي.

هغه زیاته کړې:« په ډیریو هېوادونو کې انقلابونه نه لکې بدلونونه رامنځته کیږ ي او دلته د طالبانو واک ته رسیدل هم همداسې یو څه و،چې د تاوتریخوالي له لارې ورسیدل. د دې ترڅنګ دا چې د طالبانو ډېری مشران د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لست کې دي او موږ ورسره مخامخ کار نه شو کولی. هغه پالیسۍ،چې دوی یې عملي کوي،د ثبات زیانمونکي دي.» 

پاولز وايي،دا یو واقیعت دی،چې اوس مهال ټول افغانستان باندې د اسلامي امارت واکمني ده او په کار ده،چې موږ له اسلامي امارت په سمه مانا وپېژنوو او له هغې وروسته یې رسمیت پېژندنې پړاو ته داخل شو.

پاولز زیاتوي:« اړتیا ده،چې موږ او طالبان یو بل په سمه مانا وپیژنو. طالبانو یوه پوځې مخالفه ډله وه،چې ځینې وخت یې کړنې ترهګریزې وې،خو نن دوی به واک کې دي. موږ دوی پر رسمیت نه پیژنو،خو دا منو،چې دوی دلته دي او واک ورسره دی.» 

د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو بندیدل هغه موضوع ده،چې پر کوردننه او بهر یې اسلامي امارت له سختو نیوکو سره مخامخ کړی، پاولز د دې پوښتنې په ځواب کې،چې اسلامي امارت تر دې دمه د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو پرانېستلو په اړه کوم ښکاره او قناعت کونکی ځواب درکړی او که نه؟ وویل:« موږ تر اوسه پورې له طالبانو هېله بښوونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی. طالب چارواکي تل وایي،چې د زده کړو پلوي ول او ژمنه کوي، چې د نجونو ښوونځي به ژر پرانېستل شي او دا ژمنې له تېرو لسو میاشتو راهیسې کیږي. اوس ټوله نړۍ د دې ژمنې عملي کولو ته په تمه ده.» 

نړۍ او په ځانګړي توګه اروپايي ټولنې وار په وار افغانستان کې د نجونو د زده کړو، ښځو حقونو او بیان ازادۍ باندې تینګار کړی او پر اسلامي امارت یې نیوکه کړې، چې تېر یوه کال واکمنۍ کې یې دا برخې اغېزمنې کړي.

ارنوت پاولز ډاډ ورکړی،چې اروپايي ټولنه د تېر په څېر افغانستان کې بشري او نورو برخو کې مرستو ته ژمنه ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist