Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

General view of a moment of silence for former U.S. Secretary of State Madeleine Albright during the United Nations Security Council meeting, amid Russia's invasion of Ukraine, at the United Nations Headquarters in New York City, New York, U.S., March 23, 2022. REUTERS/Mike Segar REFILE - CORRECTING MEETING

د ملګرو ملتونو له لوري د اسلامي امارت پر ځینو مشرانو د سفر معافیت پای ته ورسېد 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/20

په پام کې د،چې ملګري ملتونه په یوه ناسته کې د اسلامي امارت پر مشرانو باندې معافیت ختم کړي. 

د اسلامي امارت مشرانو ته بهر ته د سفر اجازه هغه وخت ورکړل شوه،چې کله په قطر کې له امریکا سره د سولې خبرې روانې وې.

دا اجازه د شپږو او درې میاشتو لپاره وه،چې هرځل تمدید شوې ده.

اوس چې اسلامي امارت د نړیوالو غوښټنې له پامه غورځولي دي،ملګري ملتونه د فشار لپاره په  اسلامي امارت هڅه کوي،د سفرونو محدودیت ولګوي.

د سیاسي چارو یوشمېرکارپوهان وایي، بندیزونو بیه عام ولس ورکوي او که چېرته ملګري ملتونه غواړي،پر اسلامي امارت باندې بندزونه ولګوي، ښه ده،چې خپلو مرستو لپاره شرطونه کېږدي. 

د سیاسي چارو کارپوهه وايي:« ملګري ملتونه که چېرته غواړي، له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي،پر چارواکو باندې او یا په ځینو اشخاصو باندې د بندیزونو لګول د حل لار نه ده. دوی کولای شي،په خپلو مرستو باندې ځینې شرطونه ولګوي،چې له دې لارې پرې فشار وارد کړي،نه د بندیزونو. دا د افغانستان له خلکو سره مرسته نه کوي.» 

ځینې نور بیا ټېنګار کوي،چې اسلامي امارت باید له  نړیوالو سره مشترکه ژبه پیدا کړي  او ترڅنګ یې هغه غوښتنې،چې نړۍ بهانه ګرځولي او د افغانانو اساسي غوښتنې هم دي، باید ورته پام وکړي،ترڅو د باثباته او پرمختللي افغانستان په تړاو چټک ګام واخېستل شي.

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمن شهاب وايي:«هغه څوک،چې د افغانستان واک چلوي حد اقل نړۍ سره باید راشه درشه اسانتیا ولري، کوم محدودیت موجود نه وي،په دې اساس باید د محدودیتونو مسله ختمه شي او ترڅنګ یې طالبان هغه غوښتنې،چې نړۍ بهانه ګرځولي او د افغانانو اساسي غوښتنې هم دي،باید ورته پام وکړي،ترڅو د باثباته او پرمختللي افغانستان چټک ګام واخیستل شي.» 

اسلامي امارت بار بار ویلي دي،چې له نړیوالو سره تعامل غواړي،خو د افغانستان د ملي او اسلامي ګټو د تېرېدو په بیه نه،خو له تیر یوه کال راپه دې خوا په افغانستان د نړیوالو بندیزونو بشري وضیعت خراب کړی دی.

د خلاصونو لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي، اوس غوښتنه داده،چې اسلامي امارت پرې ښوول شي، ترڅو له نړیوالو سره راشه درشه ولري.

اکبر اغا زیاتوي:«زما په فکر باندې د ملګرو ملتونو بندیزونه پرافغانستان باندې باید ژر پای ته ورسیږي. دا د هغه چا په طرف دي،هغه افغانستان یې اشغال کړی وه او اشغال لپاره راغلي وو،اوسنیو حالاتو کې باید په افغانستان د محدودیتونو داسې فکر نه وي.» 

ملګرو ملتونو په وروستیو کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چارواکو  د سفر بندیزونه لګولي دي.

دا پرېکړه د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو په غبرګون کې شوې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist