هغه زیاته کړې:«تر دې شیبې پورې امریکا متحده ایالت په دې نه توانیدلي،چې برید کې دالظواهري د وژل کېدو کره اسناد وړاندې کړي. یوازې ادعا ده، نه یې خپل ولس ته اسناد وړاندې کړي دي،نه هم نړۍ ته نه یې د هغه مړي عکس اخیستی،چې مطبوعاتو ته یې وښي.د ایمن الظواهري په اړه نه اسلامي امارت څه ویلي او نه هم د القاعدې ډلې. امریکایان هم اسناد نه لري،چې ثابته کړي چې اوس دلته الظواهري و او وژل شوی دی.»
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار په دې باور دی،چې امریکا د الظواهري د وژنې داسې اسناد نه لري،چې نړۍ او افغانانو ته د منلو وي او اسلامي امارت هم په دې تړاو غیر مسوولانه چلن کړی دی.
مختار وايي، اسلامي امارت ته پکار ده،چې نړیوالو ته ثابته کړي،چې افغانان ترهګر نه دي،بلکې د ترهګرۍ قرباني دي او افغان حکومت له ټولې نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړه:« د ایمن الظواري د وژنې په تړاو د امریکامتحده ایالتو له لوري هم داسې ثبوت نه دی وړاندې شوی،چې هغه نړۍ او افغانان ومني. د اسلامي امارت له لوري هم داسې یوه ضغیفه اعلامیه وړاندې شوه،چې هغه د یوه مسوول دولت سره نه ښايي. غوره داده،چې اسلامي امارت په اوسنیو شرایطو کې مسوولانه قدم پورته کړي. نړیوالو ته یوځل بیا ښي،چې افغانان ترهګر نه دي او نه غواړي،چې له هېڅ یوه هېواد سره مشکلات ولري. زموږ ملي منافع حکم دا دی،چې افغانستان د امریکا له متحده ایالتو او ناټو سره د خپلو ملي ارزښتونو په رڼا کې ښه تعلق ولري.»
د سیاسي چارو شنونکی حسن خالقیار بیا وايي،دغه اندېښنې او تورونه،چې په افغانستان کې دې القاعده او یا هم نورې ډلې فعالې وي او نړۍ یې د ځان لپاره ګواښ ګڼي،د افغانستان پر ګټه نه دي او اسلامي امارت باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي او هغو جریانونو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي،چې نړۍ یې ځان ته ګواښ بولي.
حقیار زیاتوي:« په افغانستان دغه سیاستونه،چې یا القاعده په افغانستان کې وي یا داعش وي او نور هغه جریانات،چې امریکا متحده ایالت یې د ځان لپاره زیان ګڼي،د دې شتون د افغانستان په تاوان دی.»
ځینې بیا په دې باور دي،چې کابل ته د القاعده شبکې د مشر راوستل او بیا یې د وژنې ادعا د نړیوالو تازه پلمه ده،چې اسلامي امارت ته یې جوړه کړې او د امریکامتحده ایالت د افغانستان اسلامي نظام د رسمیت پیژندنې لپاره هېڅ ډول پلان نه لري او غواړې،چې د پاکستان په ملګرتیا یو ځل بیا د طالبانو حکومت رانسکور کړي.
له هغې وروسته،چې د امریکامتحده ایالتو ادعا کړې،چې په کابل کې یې د القاعده شبکې مشر وژلی،دا ویره زیاته شوې،چې نړۍ به ژر دافغانستان له نوي نظام سره سیاسي اړیکو ته زړه ښه نه کړي،چې له دې سره به په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین لمن نوره هم پراخه شي.