Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: امریکا دې نړۍ ته د الظواهري وژنې ثبوت وړاندې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/09

لس ورځې وړاندې د امریکا متحده ایالتو بې پیلوټه الوتکې کابل کې برید کړی او ولسمشر جو بایډن ادعا کړې،چې دغه برید د ده په امر د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري شوی او وژلی یې دی.

خو د امریکا متحده ایالتو تردې مهاله یې داسې اسناد نه دي وړاندې کړي،چې د ظواهري جسد او یا هم پرهغه د شویو عملیاتو صحنه وښي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د امریکا له لوري د الظواهري د وژنې ادعا پر نړیواله کچه پر افغانستان بې باوري زیاته کړې ده.

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وايي، د امریکامتحده ایالت د ظواهري د وژنې د ادعا د ثبوت لپاره هېڅ داسې اسناد  نه لري،چې نړۍ ته یې وړاندې کړي،بلکې دایې هغه دوه مخی سیاست دی،چې غواړي د افغانستان په اوسنیو چارواکو کې اختلافات پیدا کړي.

حکمتیار وايي، د امریکامتحده ایالت دې ټول هغه اسناد،ویډیو ګانې او عکسونه نړۍ ته وړاندې کړي،چې د الظواهري د وژنې په تړاو یې لري.

هغه زیاته کړې:«تر دې شیبې پورې امریکا متحده ایالت په دې نه توانیدلي،چې برید کې دالظواهري د وژل کېدو کره اسناد وړاندې کړي. یوازې ادعا ده، نه یې خپل ولس ته اسناد وړاندې کړي دي،نه هم نړۍ ته نه یې د هغه مړي عکس اخیستی،چې مطبوعاتو ته یې وښي.د ایمن الظواهري په اړه نه اسلامي امارت څه ویلي او نه هم د القاعدې ډلې. امریکایان هم اسناد نه لري،چې ثابته کړي چې اوس دلته الظواهري و او وژل شوی دی.»

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار په دې باور دی،چې امریکا د الظواهري د وژنې داسې اسناد نه لري،چې نړۍ او افغانانو ته د منلو وي او اسلامي امارت هم په دې تړاو غیر مسوولانه چلن کړی دی.

مختار وايي، اسلامي امارت ته پکار ده،چې نړیوالو ته ثابته کړي،چې افغانان ترهګر نه دي،بلکې د ترهګرۍ قرباني دي او افغان حکومت له ټولې نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

هغه زیاته کړه:« د ایمن الظواري د وژنې په تړاو د امریکامتحده ایالتو له لوري هم داسې ثبوت  نه دی وړاندې شوی،چې هغه نړۍ او افغانان ومني. د اسلامي امارت له لوري هم داسې یوه ضغیفه اعلامیه وړاندې شوه،چې هغه د یوه مسوول دولت سره نه ښايي. غوره داده،چې اسلامي امارت په اوسنیو شرایطو کې مسوولانه قدم پورته کړي. نړیوالو ته یوځل بیا ښي،چې افغانان ترهګر نه دي او نه غواړي،چې له هېڅ یوه هېواد سره مشکلات ولري. زموږ  ملي منافع حکم دا دی،چې افغانستان د امریکا له متحده ایالتو او ناټو سره د خپلو ملي ارزښتونو په رڼا کې ښه تعلق ولري.»

د سیاسي چارو شنونکی حسن خالقیار بیا وايي،دغه اندېښنې او تورونه،چې په افغانستان کې دې القاعده او یا هم نورې ډلې فعالې وي او نړۍ یې د ځان لپاره ګواښ ګڼي،د افغانستان پر ګټه نه دي او اسلامي امارت باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي او هغو جریانونو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي،چې نړۍ یې ځان ته ګواښ بولي.

حقیار زیاتوي:« په افغانستان دغه سیاستونه،چې یا القاعده په افغانستان کې وي یا داعش وي او نور هغه جریانات،چې امریکا متحده ایالت یې د ځان لپاره زیان ګڼي،د دې شتون د افغانستان په تاوان دی.»

ځینې بیا په دې باور دي،چې کابل ته د القاعده شبکې د مشر راوستل او بیا یې د وژنې ادعا د نړیوالو تازه پلمه ده،چې اسلامي امارت ته  یې جوړه کړې او  د امریکامتحده ایالت د افغانستان اسلامي نظام د رسمیت پیژندنې لپاره هېڅ ډول پلان نه لري او غواړې،چې د پاکستان په ملګرتیا یو ځل بیا د طالبانو حکومت رانسکور کړي.

له هغې وروسته،چې  د امریکامتحده ایالتو ادعا کړې،چې په کابل کې یې د القاعده شبکې مشر وژلی،دا ویره زیاته شوې،چې نړۍ به ژر دافغانستان له نوي نظام سره سیاسي اړیکو ته زړه ښه نه کړي،چې له دې سره به په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین لمن نوره هم پراخه شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist