Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: کابل کې د الظواهري له وژلو وروسته به امریکا او متحدین یې له افغانستان سره خپلو سیاستونو کې بدلون راولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/08

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو له ادعا وروسته اندیښنې زیاتې شوي،چې نړۍ به له افغانستان سره خپلې هغه نیم بنده غیر رسمي اړیکې هم پرې کړي. 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي،چې ښايي نړۍ په هغو برخو کې چې د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ امکان په کې  موجود و،له سره غور وکړي او له دې سره به دافغانستان او نړۍ ترمنځ ډیپلوماتیکو اړیکو کې بې باوري زیاته شي. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«  د  الظواهري له وژل کیدو وروسته امریکا ا وناټو غړي هېوادونو به د اسلامي امارت له چارواکو سره خپل چلن ته تغیر ورکړي،هغه برخو کې چې د همکارۍ امکان په کې وه او د بندیزونو د کمېدو د مالي مرستو د بسپونو راټولیدو مسله وه. همداراز په ځینو ډیپلوماتیکو چارو کې اسانتیا لکه د چارواکو سفرونه او د  تورلیست د پاکولو په برخه کې نرمښت دغو مسایلو کې ښايي له سره غور وشي او په لویه کې سیایسي ډیپلوماتیکه بې باوري زیاته شي.»

ځینې بیا وايي، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر د وژنې ادعا دا په ډاګه کوي،چې افغانستان لا هم د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره امن ځای دی او دا کار د افغانستان د اوسني حکومت پر ګټه نه دی. 

دوی غوښتنه کوي،چې نړۍ باید د بشري مرستو په برخه کې د افغانانو لاس نیوی وکړي او هغه څه،چې سیاستونو پورې تړاو لري،له بشري مرستو دې لرې وساتي. 

سیاسي فعاله مریم اروین وايي:« په افغانستان کې د القاعده شبکې د رهبر وژنې یو ځل بیا ثابته کړه،چې افغانستان د القاعده په څير تروریستي شبکو لپاره امن ځای دی او دا نه د افغانانو او نه هم د فعلي حاکمانو پر ګټه دی. اوس نړۍ له هماغه دیده ورته ګوري،چې شل کاله وړاندې یې ورته کتل او له رسمیت پیژندنې به یې مخ واړوي،خو هېله ده،چې نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو په تړاو خپل فکر بد نه کړي،ځکه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.» 

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي،په کابل کې د الظواري وژنه به، په لنډه موده کې دا ناممکن کړي،چې امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي او سیاسي اړیکو ته دې زړه ښه کړي . 

فرهادي زیاتوي:«له هغې وروسته چې الظواهري په کابل کې پیدا شو،په لنډه مهال کې ممکن  نه ده،چې امریکا دې د افغانانو کنګل شوې پیسې ورکړي،خو په راتلونکي کې دا مثله د ترمیم وړ ده،خو که طالبان وشي کړلی،خپل اوسني وضیعت ته تغیر ورکړي.» 

د تیرې اونۍ په لومړۍ ورځ د کابل په شیرپور سیمه کې پر یوه کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې راکټی ولګید او دوه ورځې وروسته یې سپینې ماڼۍ په دغه برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواري د وژل کیدو خبر ورکړی،هغه څه چې تر اوسه پورې اسلامي امارت په رسمي توګه دغه برید کې د الظواهري یا بل کس وژنه نه ده تائيد کړې،خو برید یې غندلی او په تړاو یې څېړنې روانې دي.

له دغه برید شااوخوا اته ورځې تیریږي،خو امریکا د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم سند نه دی وړاندې کړی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist