Skip to content
په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو له ادعا وروسته اندیښنې زیاتې شوي،چې نړۍ به له افغانستان سره خپلې هغه نیم بنده غیر رسمي اړیکې هم پرې کړي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي،چې ښايي نړۍ په هغو برخو کې چې د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ امکان په کې موجود و،له سره غور وکړي او له دې سره به دافغانستان او نړۍ ترمنځ ډیپلوماتیکو اړیکو کې بې باوري زیاته شي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د الظواهري له وژل کیدو وروسته امریکا ا وناټو غړي هېوادونو به د اسلامي امارت له چارواکو سره خپل چلن ته تغیر ورکړي،هغه برخو کې چې د همکارۍ امکان په کې وه او د بندیزونو د کمېدو د مالي مرستو د بسپونو راټولیدو مسله وه. همداراز په ځینو ډیپلوماتیکو چارو کې اسانتیا لکه د چارواکو سفرونه او د تورلیست د پاکولو په برخه کې نرمښت دغو مسایلو کې ښايي له سره غور وشي او په لویه کې سیایسي ډیپلوماتیکه بې باوري زیاته شي.»
ځینې بیا وايي، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر د وژنې ادعا دا په ډاګه کوي،چې افغانستان لا هم د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره امن ځای دی او دا کار د افغانستان د اوسني حکومت پر ګټه نه دی.
دوی غوښتنه کوي،چې نړۍ باید د بشري مرستو په برخه کې د افغانانو لاس نیوی وکړي او هغه څه،چې سیاستونو پورې تړاو لري،له بشري مرستو دې لرې وساتي.
سیاسي فعاله مریم اروین وايي:« په افغانستان کې د القاعده شبکې د رهبر وژنې یو ځل بیا ثابته کړه،چې افغانستان د القاعده په څير تروریستي شبکو لپاره امن ځای دی او دا نه د افغانانو او نه هم د فعلي حاکمانو پر ګټه دی. اوس نړۍ له هماغه دیده ورته ګوري،چې شل کاله وړاندې یې ورته کتل او له رسمیت پیژندنې به یې مخ واړوي،خو هېله ده،چې نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو په تړاو خپل فکر بد نه کړي،ځکه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.»
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي،په کابل کې د الظواري وژنه به، په لنډه موده کې دا ناممکن کړي،چې امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي او سیاسي اړیکو ته دې زړه ښه کړي .
فرهادي زیاتوي:«له هغې وروسته چې الظواهري په کابل کې پیدا شو،په لنډه مهال کې ممکن نه ده،چې امریکا دې د افغانانو کنګل شوې پیسې ورکړي،خو په راتلونکي کې دا مثله د ترمیم وړ ده،خو که طالبان وشي کړلی،خپل اوسني وضیعت ته تغیر ورکړي.»
د تیرې اونۍ په لومړۍ ورځ د کابل په شیرپور سیمه کې پر یوه کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې راکټی ولګید او دوه ورځې وروسته یې سپینې ماڼۍ په دغه برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواري د وژل کیدو خبر ورکړی،هغه څه چې تر اوسه پورې اسلامي امارت په رسمي توګه دغه برید کې د الظواهري یا بل کس وژنه نه ده تائيد کړې،خو برید یې غندلی او په تړاو یې څېړنې روانې دي.
له دغه برید شااوخوا اته ورځې تیریږي،خو امریکا د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم سند نه دی وړاندې کړی.